کور / تازه خبرونه / دغزني ولایت دمقر ولسوالۍ کي د(۴)پوليسوپه ګډون٧تنه ووژل شو

دغزني ولایت دمقر ولسوالۍ کي د(۴)پوليسوپه ګډون٧تنه ووژل شو

د غزني ولايت په مقرولسوالۍ کې دیوه ځانوژونکي بريد له امله دحبيب الله په نوم دسيمه ييزوپوليسویوقوماندان له خپلودريوملګروسره وژل شوی اوڅو تنه نور ټپيان دي.
دغزني دوالي مرستيال محمد علي احمدي رسنیوته وويل، چې دغه برید،دمقر ولسوالۍ په مرکز کې دسيمه ييزو پوليسو پريوه قوماندان، ديوه پلي ځانوژونکي بريدګر له خوا وشو.ده زياته کړه، چې په پېښه کې دغه راز درې تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي اوڅوارلس تنه نور ټپيان دي.
بل لورې دطالبانوویاند ذبیح الله مجاهدلراوبر ته په یوه راغلي لیک ویلي،چي دغزني په مقر ولسوالۍکې مشهور اربکي قومندان حبیب الله له( ۱۱) تنوملګروسره وژل سوۍ اوګڼ شمیر نور ټپیان دي.
دیادوني وړده .، چې په دې وروستيو کې په غزني ولایت کي دسيمه ييزو پوليسومرګ ژوبله ډېره زياته شوې ده.دوي ورځې مخکي هم په همدغه ولسوالۍ کې دسيمه ييزو پوليسوپر پوستو دوسله والوطالبانو په بريدونو کې شپږ تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي وو اوڅلور ور ټپيان شوي وو.