کور / تازه خبرونه / په پنجوايى ولسوالۍ کي دعملياتو پرمهال څلورتنه طالبان ووژل سول

په پنجوايى ولسوالۍ کي دعملياتو پرمهال څلورتنه طالبان ووژل سول

کندهار- دکندهار ولايت څخه لراوبر ته د خبر پاڼی په یوه خبر کي راغلي دي چي دپنجوايي ولسوالى دسپېروان اوپايملوک په ساحوکي تېره ورځ د ملي اردواو ملي پوليسو دچاڼيزوعملياتوپه ترڅ کي څلور تنه وسوال طالبان وژل سوي دي.ديادو عملياتو په نتيجه کي ملي اردو اوملي پوليسو يوتن طالب وسلوال هم ژوندى نيولي دي اوهمدارنګه يو موټرسايکل، يو ميل پيکا، يو ميل کلاشنکوفااودوې پايې مخابرې هم د ملي اردواو ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
دغه چاڼيز عمليات د تيري ورځيرپه دېخوا، پر داسي مهال راپيل سوي چي په سيمه کي وسلوالومخالفينو يوځل بيا نفوذ کړى وو ،او غوښتل يې چي دخپل وران کار پلانونه او فعاليتونه ترسره کړي.
د غه عمليات د دولت د وسلوالو مخالفينود ځپلو او په سيمه کي د امنيت دټينګولو په موخه پيل سوي، چي تراو سه هم دوام لري.ياد عمليات به د ملي اردو اوملي پوليس له خوا ترهغه وخته پوري ادامه ولري ترڅو وسلوال مخالفين په پوره توګه وځپل سي او سيمه د مخالفينو څخه پاکه سي.