کور / تازه خبرونه / په کابل کي یوه ځانمرګي پخپل بم باندی ووژل شو

په کابل کي یوه ځانمرګي پخپل بم باندی ووژل شو

کابل:دافغانستان دکورنیو چارو وزارت چارواکي وايي،چې نن د شنبه ورځ دمي ۲۵ نیټه دکابل دشاشهیدسیمي په اتمه امنیتي حوزه کې یوه ځانمرګي بریدګرځان پورې تړلوچاودیدونکي توکوته هغه وخت چاودنه ورکړه، چې دپولیسوله خواوپیژندل شو.
پولیس وایې چي په چاودنه کي یواځې ځانمرګي کس وژل سوي دی .نورتلفات نلری اوځایې خلکوته کوم زیان نه دی رسیدلي.تیره ورځ هم پنځوځانمرګو وسله والوبریدګروکابل کې دکډوالو دنړیوال سازمان په نمایندګۍ اودملګروملتونو په یوه میلمستون باندي بریدوکړ چې په کې دوه ولسي وګړي اویو پولیس ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.
د دغه بریدمسوولیت وسله والوطالبانو منلی وو.دافغانستان دکورنیوچارو وزارت په وینا طالبان دا ډول بریدونه د القاعدې اوحقانې شبکوپه مرسته کوي.اودا ډول بریدونه په پاکستان کې پلانیږي.