کور / تازه خبرونه / نورستاني ځوانان: د نبي عيسى خيل پلار دي خوشي شي

نورستاني ځوانان: د نبي عيسى خيل پلار دي خوشي شي

د نورستان ګڼ اوسیدونکی ځوانان قومی مشران او دینی عالمان د هیواد د کرکټ ملی لوبډلی د مشر نبی عیسی خیل د پلار تښتونی سخت خواشینی کړی دی او وایی چی عیسی خیل د پلار په خلاصون کښی سر او مال قربانۍ ته تیار دی .
یو تن نورستانۍ ځوان الهام پر افغان دولت نیوکه کوی چی د نبی عیسی خیل د پلار په خلاصون کښی یی هڅی د منلو وړ نه دی دی وایی چی دنورستان ټول ځوانان به دنبی عیسی خیل دپلار په خلاصون کښی هره قربانی ورکړی.
قدرت الله او عنایت الله هغه ځوانان دی چی وایی هره شیبه تیار دی دهیواد د کرکټ د یوه ستوری نبی عیسی خیل دپلار دخلاصون لپاره دسر او مال قربانی ورکړی .
دینی عالم مولوی عبدالرزاق مدنی وایی چی نبی د ټولو افغانانو ویاړ دی او دنورستان ټول دینی عالمان مشران ځوانان او نور دده دپلار د خلاصون په لاره کښی هر ډول قربانۍ ته تیار دي .
مدنی د هیواد په امنیتی ځواکونو ځوانانو قومی مشرانو دینی عالمانو اوپر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چی د نبی عیسی خیل د پلار د خلاصون لپاره دی هڅی ګړندۍ کړی .
قومی مشر لطف الله نورستانۍ وایی چی د نورستان ټول ولسونه به د نبی عیسی خیل د پلار د خلاصون په لاره کښی هر ډول قربانی ورکړی .
د یادولو وړ ده چی څو ورځی وړاندی دهیواد د کرکټ د ملی لوبډلی کپتان نبی عیسی خیل پلار جلال اباد څخه د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی چی لا تر اوسه یی څرک نه دی لګیدلی .