کور / خبرتیا او پيغامونه / د ژوندون نړیوال ټلویزیون په ملګرتیا

د ژوندون نړیوال ټلویزیون په ملګرتیا

په بلجیم هیواد کي د افغان کلتوري بهیر اعلامیه
د درو لسیزو څخه زیات پر افغان اولس تپل سوي جګړې او د دې جګړې سره مله بدبختي افغان وطن ته بیله شاته تګ ، د جهل او ناپوهی ، کډوالي څخه بل څه ورنه کړل . په دې جګړه کي څو د ګوتو په شمیر ناپوه خو ځیرک وطن ته خاینو کسانو دا جګړه اوږده وساتل او وروسته وروسته یې د ژوند یوه برخه او ژوند ته د ژوندي ساتلو وسیله وګرځیدل . له هغه وخته څخه چي د ډیموکراسی تر نامه لاندي رسنیو او په تیره بیا تصویري رسنیو په ټولنه کي د خدمت په خاطر راودانګل ، د ژوندون راډیو او ټلویزیون په ډیره لږه موده کي ډیر لوړ رسنیز معیاري ځای خپل کړ . د ژوندون نړیوال راډیو او ټلویزیون د افغان اولس پام ځان ته را واړاوه او په خپلو د پام وړ نشراتو سره یې افغان اولس خپل کړ .
د افغان اولس د دښمنانو له مخه د پردې په پورته کولو کي یې د افغانستان د نورو رسنیو پر خلاف لویه ونډه اخیستی ده . پر افغان اولس د دریوو لسیزو د جګړې دعامیلینو او ټوپک سالارانو ، پر افغان اولس د بشري ناورین ، پر بشري حقونو متاجاوزینو ، د کابل ښاریانو قاتلینو په رسوا کولو او هغوی د محاکمې میز ته د راکشولو په لاره کي هڅي کړي دي .
افغان کلتوري بهیر او بلجیم میشتي افغانان د ژوندون د نړیوال راډیو ټلویزیون د رسنیزي پالیسی په کلکه ملګرتیا کوي او د ژوندون راډیو ټلویزیون مشرتابه او پالیسی جوړونکو ته ډاډ ورکوي چي :
څو چي دا جهان ودان وي
څو چي ژوند پر دي جهان وي
څو چي پاته یو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
په بلجیم هیواد کي افغان کلتوري بهیر
د مشرتابه جرګې په استازیتوب ( امین باوري )
\ یو ه کاپي د اروپایي اتحادیې د اطلاعاتو دفتر ته ولیږل سوه .
\ یوه کاپي د ناټو اتحاد مرکزي دفتر ته ولیږل سوه .
\ یوه کاپي د ملل متحد د بشر د حقونو مرکزي دفتر ته ولیږل سوه .