کور / سياسي / که افغانستان جوړ سي نو ددنیا ناجوړ ملک او نااهله ولس به کوم یو وي؟

که افغانستان جوړ سي نو ددنیا ناجوړ ملک او نااهله ولس به کوم یو وي؟

که افغانان تعلیم وکړي، په ښه او بد پوه سي، خپل اوپردی وپېژني بیا وظیفو ته ولاړسي چي دولس خدمت وکړي، نو ناپوه او بېسواده طبقه به څه کوي چیري اوچاته به ورځي؟ اوس چي تعلیم یافته کسانو ته کار نه ورکول کیږي، نو هغه وخت به جاهلانو ته څوک کار ورکوي؟ که افغانان په اسلام ښه پوه سي، دژوند ټولي چاري پرصراط مستقیم برابري، د ذکات ورکولو او اخیستلو له پاره هم دولتي مؤسسه جوړه کړي، نو ملا امام به چاته نصیحت کوي؟ که ټول افغانان ځان او خدای وپېژني نو درهبانیت سالارانو لاسونه اوپښې به څوک ور مچوي؟ څوک به سجدې ورته کوي؟ څوک به خوندي اولوڼي ورکوي؟ نوموږ ولي مکتب جوړ کړو؟ ولي ساینس داسلام او اسلام دساینس په رڼا کښي ووایو؟ ولي معلم پردرخته ونه ځړو؟ولي پرمکتب راکیټونه ونه ورو؟ ولي دشاګردانو پرمخ تېزاب ونه پاشو؟ ولي خپل ولس راويښ کړو؟ ولي ځان ته سرخوږی جوړ کړو؟ ښه دئ چي ولس همداسي بیده او لټ وي ځکه چي پرناپوه ولس ناپوهان ښه حکمرانۍ کولای سي.
که دري ژبي او پښتون ولس سره متحد سي، ددانشګا اود دانشکدې پرځای پوهنتون ومني چي باید وې مني، دغُراني او کُراني اصولو پرځای قراني احکامو ته غاړه کښېږدي دا کار خو دایران په تاوان دئ، نو موږ ولي دونه ساده ګان سو چي ایرانیانو ته تاوان او ځان ته ګټه ورسو؟ دنفوس زیاتوالی دنړۍ یو ستر مشکل دئ، افغانان تراوسه ددې ستونزي سره ځکه نه دي مخ سوي چي ایران دحل لار ورته پیدا کړې ده. که افغان دولت دایران سره روابط خراب کړي نو به څوک افغانان اعداموي؟ څوک به موږته دسړک غاړي بمونه را استوي؟ دکوکنارو په تور به موڅوک وژني؟ که دهلمند اوبه ایران ته ولاړي نه سي، نواوبه به ټول هلمند پر سر واخلي،اخیر به ئې هلمند هم ایران ته راڅخه وړئ وي، بیا به ئې په چا ځني راوړو؟ موږ بایددخرتوبي پرځای دعقل څخه کار واخلو؛ دایران کور ودانۍ ووایو چي ددې توپاني عذاب څخه ئې خلاص کړي یو.
که په افغانستان کښي بشر اوبوده ګانو ته حقوق ورکول سي چي باید ورکول سوي وای، دکوکنارو کښت ختم سي، تروریزم چي له دوی سره راغلی، بیرته له دوی سره ملګری ولاړسي، اقتصادي ثبات او انکشاف دبې کاري، غُربت او فقر علاج وکړي، اداري و اخلاقي فساد په اخلاقي ابتکار او شایسته سالاري تبدیل سي، دانسان او شخصیت وژني ځای، انسان پالنه، ورورګلوي او شخصیت جوړونه ونیسي نو به ددنیا دپوهنتونونو پروفیسران خپلو شاګردانو ته دمثال ورکولو له پاره کوم ملک دبې کفایت او بې سرپرست ملک په صفت ورپېژني؟ موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو نو ځکه دامتیازهم لرو چي دنړۍ دفیلسوفانو او پروفیسرانو په افکارو کښي خاص ځای لرو.
که افغانستان جوړاو ملي اردو ئې مسلکي سي، نو سترځواکونه اوسیال قوتونه به دخپلو وسلو دازمویلو له پاره لابراتوار چیري جوړوي؟ ددنیا اردو زموږ اردو ده، ځکه چي کله مو ساتي او کله مو ښه په بېغمه زړه سره وژني،که دغه تمرین پرافغانانو زده نه کړي نوپرچا بې زده کوي؟ ددنیا هرهیواد دافغان جمهور رئیس ، وزیر، پارلماني وکیل، والي او ولسوال وطن دئ، دوی هلته په اسانۍ سره ځي وراځي، تفریح هورې تېروي، ښه ژوند لري، ځیني خو عاشقانه اړیکي هم لري! نو لیوني خو نه يو چي خپل ملک او اردوبه جوړو؟ که مو دلته ژوند په تکلیف دئ، په پردیو ممالکو کښي خو په ازاده پښه ګرځېدلای سو!
که افغانان مؤثره اقتصادي، پولي، مالي اومالیاتي پالیسي جوړه، دوارداتو حد، کیفیت او کمیت وټاکي، نو دنیا به خپل بې کیفیته اجناس او تحمیل سوي خدمات چاته صادروي؟ موږ پراخ نظره ولس یو، دبل دپاره ځان هم اور ته اچوو اوپردې خبره زموږ رواني حالت او تاریخ هم شاهد دئ، موږاوزموږ راتلوونکی نسل دي نا ارام، بې صحته او معیوبه وي خو دنیا دي پرکراره، ددوی اوسنی او راتلوونکی نسل دي صحتمند او جوړ و روغ وي ځکه چي ددنیا خوشحالي زموږ خوشحالي ده. که ددوی بې کیفیته درمل موږ کار نه کړو نو به ئې څوک کاروي؟
که افغانان په خپل وطن کښي دچاپیریال پاکولو ته ملا وتړي نو د ډبۍ، کاناډا، امریکا، غرب او تهران سړکان او تشنابونه به څوک ورپاکوي؟ نو ولي داسي اقتصادي پالیسي جوړه کړو چي هغه دنړۍ په تاوان او زموږ په ګټه وي؟ دافغانستان دولت باید دپلاسټیکي توپنچو، توپکانو، دخنجرونو، چاقوګانو اودې ته ورته دنورو ګټورو زهري تجارتي اجناسو وارداتو ته ښه رشد ورکړي. که زموږ کوچنیان دپلاسټیکي توپک سره اشنا نه سي، مشق او تمرین ورباندي ونه کړي، نو به بیا په روسي کلاشنکوف خپل د وررو، خور، پلار اودکلیوالو ویني څنګه تویوي؟ دا هم ولاکه مناسبه ده چي دیوې مرمۍ پرځای لس مرمۍ کارکړي! که موږ ورور وژنه ونه کړو، نو دقابیل مسلک به څوک مخ ته وړي؟ که موږ معیوبین ونه لرو نو ددنیامرستي به چیري او چاته ورکول کیږي؟ که موږ فقر ونه کړو نو خیراتونه به څوک خوري؟ او که افغانستان جوړ سي نو ددنیا ناجوړ ملک او نااهله ولس به کوم یو وي؟