دلوړوزده کړوزیردیوه کال په موده کي ددي وزارت لس رئیسان له دندي څخه ګوښه کړیدي

59 | مې 30th, 2013


کابل: په افغانستان کي په ټولووزارتونوکي یوناوړه دوددي ،کله چي په یوه وزارت کي نوی وزیرمقررشي نوبیاهغه نوی وزیردخپل ځان سره نوي ټیم خپل وزارت ته راولي اوبرحاله لوړپوړي چارواکي بیله دي څخه چي کوم جرم یې کړی وي، له دندي څخه ګوښه کیږي . دغه ناوړی عمل دلوړوزده کړوپه وزارت کي دنورووزارتونوپه پرتله ډیرزیات لیدل کیږي.دافغانستان دلوړوزده کړوپه وزارت کي دنوی وزیرډاکترعبیدالله عبیدترراتګ وروسته دلوړوزده کړو وزارت کي ددندي څخه دلسوتنولوړپوړورئیسانودګوښه کیدوخبرورکړل شویدي. دغه رئیسان دلوړوزده کړودوزیرپه شخصي آمر بیله دي چي،کوم جرم اوخطا یې کړي وي ،دټولواداري مقراراتوپرخلاف له دندي څخه ګوښه شويدي. دبي بي سي راډیودفارسي څانګي همکاري «بهارجویا »څه موده مخکي ددي ستونځي په راسپړولوکي ددي وزارت دګوښه شوورئیسانوسره خبری کړی اودیوي ژوندي ویډيي رپوټ په تیارولوسره یې ددي موضوع په اړه علتونه اوانګیزي راسپړلي اودروانوستونځوپه هکله یې پوښتني اوڅیړني هم کړي دي.ددي رپوټ له مخي دلوړوزده کړوپه وزارت کي دیوه کال په موده کي دوزیر په شخصي آمرددي وزارت لاندي رئیسان له خپلي دندي څخه ګوښه شوی دي.
۱:دلوړوزده کړووزارت داداري ریاست مرستیال
۲:دلوړوزده کړووزارت داکادیمیکوچارودانسجام رئیس
۳:دلوړوزده کړووزارت دعلمي ترفیعاتورئیس
۴:دلوړو زده کړو وزارت دبهرنیواړیکواوتحصیلي بورسونورئیس
۵:دلوړو زده کړووزارت دمالي او اداري چارورئیس
۶:دلوړوزده کړووزارت کي دنړیوال بانک دمرستي مسؤل استازي
۷:دهرات ولایت دپوهنتون رئیس
۸: دتخار ولایت دپوهنتون رئیس
۹:دجوزجان ولایت دپوهنتون رئیس
دلوړوزده کړوپه وزارت کي داکادیمکوچاروپخواني رئیس «پوهاندحسن رشیق »وایې چي یوه ورځ وزیرخپل دفتر ته وروغوښتم اودپوهاندرتبي اولقب دتغیر په هکله یې زمانظروغوښتي . ما وزیرته وویل چي دپوهان رتبه یا لقب دیوه علمي بورد لخواه استادانو ته ورکول کیږي اوهیڅوک بیله علمي بوردڅخه دپوهانددرتبي دبدلولواویا تغیر ورکولوحق نلری ،ځکه دپوهان رتبه یوعلمي لقب دئ، نه کوم مسطلیحاتي نوم. هغه وایې کله چي مي دوزیرخبره ونه منله سبا ته چي خپل دفترراغلم ،ګورم چي کوم بل رئیس یې زما پرځای ګمارلي دئ.
بهارجویادلوړوزده کړودوزارت ویاندمحمدعظیم نوربخش څخه ددي وزارت درئیسانودګوښه کیدوپه هکله څوپوښتني وکړي ،ولي ښاغلي نوربخش سربیره پردي چي دستونځي اصلي انګیزه اوعلت بیان کړي له موضوع نه بهر دوزارت په اصلي پالسي باندی وږغیدئ. هغه وایې: چي نوی وزیرښاغلي عبید ددندي پروخت قسم خوړلي وو،ترڅوددي وزارت په ټولوچاروکي به صادقانه اوریښتیني ګامونه اخلي.
داداري اصلاحاتودکمیسون مشرښاغلي «احمدمشاهد »دیوي پو ښتني په ترڅ کي دلوړوزده کړوپه وزارت کي دلسورئیسانودګوښه کیدوپه هکله داسي وویل:نه یواځي دلوړوزده کړوپه وزارت کی بلکي دهر وزارت په هره اداره کي هیڅوک نشي کولاي داداری یوهمکار چي جرم ونلری اوپه خپله دنده کي یې ښکاره سرغړونه نه وي کړي له دندي څخه ګوښه شي ،او هیڅوک دهغه دګوښه کیدوحق هم نلري.

Copyright Larawbar 2007-2024