پاکستانيو طالبان د ولي الرحمن وژنه تاييد کړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مې 31st, 2013


اسلام اباد :پژواک د خبر له مخې : پاکستانيو طالبان ومنله، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د تحريک طالبان مرستيال ولي الرحمن وژل شوى، خو وايي، چې په دې سره يې له نوي حکومت سره کېدونکي مذاکرات په ټپه ودرول.پاکستانيو چارواکو پرون خبر ورکړى و، چې د پاکستان د تحريک طالبان مرستيال ولي الرحمن مسعود تېره ورځ په شمالي وزيرستان کې د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې له شپږو نورو کسانو سره وژل شوى دى. د پاکستانيو طالبانو وياند احسان الله احسان له رسنيو سره په ټېلېفوني خبرو کې منلې، چې د تحريک مرستيال مشر ولي الرحمن د تېري چهارشنبي په ورځ په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې وژل شوى دى. سرچينه وايي، ولي الرحمن تېره شپه د ميران شاه د خټي کلي په هديره کې خاورو ته سپارل شوى دى. احسان وايي، ترهغې چې پر دوى د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کېږي، نو دوى د پاکستان له نوي منتخب حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي. د سرچيني په خبره، د تحريک طالبان د مرکزي شورا د پرېکړې له مخې، ٣٨ کلن صاحب خان د ولي الرحمن ځاى ناستى ټاکل شوى دى.د يادونې ده، چې ولي الرحمن تر دې مخکې د پاکستانيو طالبانو د پخواني مشر بيت الله مسعود وياند و، خو بيت الله په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ووژل شو.تر هغه وروسته حکيم الله مسعود د دې ډلې مشر او ولي الرحمن يې مرستيال وټاکل شو.

Copyright Larawbar 2007-2024