بریتانیاپه افغانستان کي غیرقانوني زندانونه لري
59
لندن: دنړیوالوخبرودسرچینوپه حواله دافغانستان دهلمندپه ولایت کي دبریتانیایې ځواکونوپه یوه کمپ کي له (۸۵) څخه زیات افغانان په غیرقانونې ډول سره بندیان دي.
دبریتانیادحقوق پوهانوټولني دانګلستان دپوځیانودغه عمل دنړیوال قانون له موافقي نه پرته یوغیرقانوني عمل ګڼي اوددوی څخه غوښتنه کوي چي ،دغه افغاني بندیان ډیر ژرآزادکړل شي . دبي بي سي درپوټ له مخي د(۸۵ )څخه زیات افغانان د هلمند په ولایت کي دانګلستان په یوه کمپ کي دترهګریوپه تورپه بندکي شپې اوورځي تیروي.
له بله طرفه دانګلستان ددفاع وزارت چارواکي وایې ،چي دملګروملتونودپریکروپربنسټ دوی کولای شي مجرمین اوپړ کسان په خپلوبندیخانوکي وساتي.دانګلستان ددفاع وزارت ویاندبیا وایې ،چي زموږ په زندان کي هغه افغانان بندیان دي چي په تروریستی،بمي چاودنو،اوانسان وژنوکي لاس لري.دوی به دتحقیقي پړاوڅخه وروسته دافغان دولت ارګانونو ته سپارل کیږي.دهغه په وینا ،دنړیوالوپریکړوله مخي انګلستان کولای شي،چي افغاني بندیان تر(۹۶)ورځوپوري پخپلوبندیخانو کي وساتي. هغه وایې چي دایساف ځواکونه دا اجازه نلری چي مجرم افغانان په زندانوکي وساتي .
افغاني چارواکوپه دي اړه تر اوسه رسنیوته څه نه دي ویلي.
دانګلستان ددفاع وزارت زیاتوی،چي پروسږکال ځکه موږ خپل بندیان افغانې چارواکوته ونه سپارل چي دافغانستان په بندیخانوکي دبندبانوسره ډیر بده رویه کیږي.
دیادولووړده ،چي ددوولسوکلنوراهیسي افغانستان ته دبهرنیوځواکونوترراتګ وروسته یوشمیر ډیرافغاني بندیان دبهرنیوځواکونولخواه دګوانتانامو،بګرام، اوهلمند زندانوته لیږل شوي دي.ولي دبندي شووبندیانودجرم بڼه اوشکل،دقیدموده،اویاددوی په اړه نورکره ،اثباتي تورونه تراوسه پوري افغان لوري ته نه دي په ډاګه شوي.دافغانستان دحقوقي ټولنوکارپوهانو، دبشری حقوقوملاتړوادارو،حقوقي وکیلانو،عدلي اوقضایې ارګانونوهم تراوسه دافغاني بندیانوپه هکله پټه خوله پاتي شوي اوپه افغانستان کي دنړیوالوځواکونوسره دخبرو اترواوددوی دجرم اوملامتیاپه اړوندکوټلي ګامونه نه دي پورته کړي، چي پایلي یې دافغانستان په ټولینیزژوندکي اغیزناکه نه ښکاري .