دبلخ والي دولسي جرګي غړوته اخطارورکړی

59 | مې 31st, 2013


مزارشریف: دبلخ والي عطا محمدنورنن دافغاني تلویزیونوله لاري په ژوندي بڼه دافغانستان دولسي جرګي غړوته هوشدار اواخطارورکړی . هغه وویل چي دافغانستان دخلکودنوي تذکیري په جوړښت کي دي دقوم اوملیت نوم ولیکل شي .هغه زیاته کړه چي په افغاني تذکیره کي بایددهرقوم نوم ولیکل شي .عطامحمدنور په ډیر جرئت او زغره سره وکیلان مخاطب وګڼل او یې وویل ،که چیری ولسي جرګه (پارلمان)خپله پریکړه بیرته وانخلي اودقوم نوم دهویت په نوي تذکیره کي له سره تصویب نکړي ، نوزه حا ضریم دټولوامکاناتوڅخه ګټه واخلم اوکه ضرورت پیښ شي تراخیرني حده پوري یعني ترسره خط هم ورتیږم. دبلخ والي وکیلانوته په تونده لهجه وویل ،چي دوی هیڅ حق نلري دافغانستان دخلکوهویت ته تغیرورکړي اوپخپل سردخلکوله مشوري نه پرته دقوم اوملیت موضوع دنوي تذکیری څخه لیری کړي.هغه ټینګاروکړي چي داکاربه ارومروکیږي.
ولسي جرګي څوورځې مخکي پریکړه وکړه ،چي په افغانستان کي ټولومیشتواوسیدونکوافغانانولپاره دي دنوي تذکیري په ویشلوکي دقوم اوملیت نو م درج نشي اویواځې دافغان کلیمه دي درج او ثبت شي.
دبلخ والي ښاغلي عطامحمدنوردپنجشنبه دلاریون په هکله دمدني ټولنواودځوانانودخوځښت ډلوته هم په خښم وو. هغه وویل ،چي زه دایران ګوډاګي نه یم اودخپل شخصیت داعادي کولو په خاطربه دافغانستان لویه څارنوالي ته داعتراض په نامه یو لیک ولیږم اودخپل حیثیت دژغورلو لپاره به دهیچاپرواونکړم. ښاغلي عطا نور زیاته کړه چي دلاریونکونکونومونه پیژني اودهغوی دمحاکمي غوښتنه به وکړي .
دځوانانودخوځښت اومدني ټولنواستازودپنجشنبه په ورځ په کابل کي دایران سفارت مخ ته یو پراخ لاریون ترسره کړي وو .لاریونکونکو دبلخ والي، کریم خلیلي،محقق اونوروکسانونومونه واخیستل چي دایران دولت تراغیزې لاندي کارکوی اودایران دولت بیا دګاونډۍ هیوادپه توګه دافغانستان په کورنیوچاروکي ښکاره لاس وهنه کوي اوافغانانوباندي ډول ډول ته ظلمونوته لاره هواروي.
دیادولوړده ،چي دبلخ والي عطا محمدنوردافغانستان د( ۳۴ )ولایتونودوالیانو له ډلي څخه هغه ځانګړۍ او یواځیني والې دي ،چي ددوولسوکلنووراهیسي یي دبلخ ولایت ټولي واګي په خپل لاس کي نیولي دي اوپخپل ولایت کي دپوره صلاحیت څښتن دي.داچي ولسي جرګه به دنوموړۍ والي دخبروپه باره کي څنګه غبرګون ښکاره کړي اوکه نه اولویه څارنوالي به کله اوڅه وخت دعطامحمدنوردعریضي په هکله نوي تحقیقات اوڅیړني پیل کړی موږ ټوله به یې ووینو اوبه یې ګورو.

Copyright Larawbar 2007-2024