دطالبانوداستازوډله دایراني چاوراکو سره دخبرولپاه تهران ته رسیدلي دي
59
دایران د فارس خبري سرچیني خبرورکړي چي ،دطالبانودقطرګروپ درهبري یوه ډله استازي دایراني چارواکوسره دلیدني لپاره دهغه هیوادپلازمیني تهران ته رسیدلي دي.
دفارس خبري آژانس سرچینه وایې ،چي دطالبانوپه دي ډله کي دطالبانودقطر ګروپ سیاسی مشران شامل دي ،کوم چي مشری یې طیب آغا کوي . دخبر دسرچیني له مخي دوی دایران داسلامی جمهوریټ دلوړ پوړوچارواکوسره په تهران کي لیدني کتني ترسره کړي دي.
دتهران په دغه ناسته کي دطالبانودحکومت په وخت کي دلوړو زده کړو پخواني وزیرمحمد الله نعماني اودوردګو ولایت پخواني والي شمس الدین پهلوان هم ګډون درلودي.
بل لوري ،په کابل کې دایران سفارت وایې چې دطالبانواستازو دایران له استخباراتي چارواکوسره نه دي کتلي.