ملګري ملتونه : جګړې ګڼ شمېر کسان بې ځايه کړي دي
عطاالله محمدي
ملګرو ملتو خبرداری ورکى چي ، د پاکستان په شمال کي د افغانستان پولي ته نژدې جګړو ګڼ شميرخلک بې ځایه کړې دي. دغه کسان د سیالو وسله والو ډلو تر منځ د نښتو له امله بې ځای سوي دي.
د ملګرو ملتو د بشري مرستو د تنظیم کولو د ادارې ویاند جینز لېرک وویل؛ نژدې شپږ اویا زره کسان چي دیارلس زره کورنۍ کیږي د مارچ له نیمایي راپه دې خوا په تیرا کي بې ځایه سوي دي.
د ملګرو ملتو دغه ویاند زیاته کړه، چي د پاکستان د حکومت چارواکي وایي، چي په لنډ راتلونکي کي به په لسګونو زره نور کسان ښایي په زوره د خپلو کورنو پریښودو ته اړ سي.
دغه ویاند بیا وویل، چي حکومت، د ملګرو متلو ادارې او د بشري حقونو ډلې بې ځایه سوو ته ابتدایي مرستې رسوي، خو داسې اټکل کیږي چي له دغو بې ځایه سوو سره د مرستي لپاره پنځه ویشت میلیونه نورو ډالرو ته اړتیا سته.