کامدېش: په مخامخ جګړه کي ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د لراوبر اداره | جون 2nd, 2013


تیره شپه د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ اړوند د ګوردیش په امنیتی پوستو لسګونه وسلوالو برید ترسره کړی.
د نورستان سرپرست امنیه قومندان سمونوال علام فاروق نورستانۍ وایی چی په یادو وسلوالو کښی ګڼ پاکستانی جنګیالی هم شامل وه.
فاروق وایی چی د جګړی په ترڅ کښی چی شاوخوا څلور ساعته یی دوام وکړ شاوخوا دیارلس تنه وسلوال طالبان وژل شوی او پنځه ویشت تنه نور ژوبل دی همدارنګه نوموړی وایی چی دری تنه د دوی پولیس په یاده پیښه کښی وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دی.
دی زیاتوی چی د وسلوالو طالبانو مړی د جنګ په ډګر کښی پاتی دی.
له بل لوری د وسلوالو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی چی په یاده جګړه کښی شاوخوا ۸ پولیس وژل شوی او یوبل تن ژوبل دی ده د امنیتی چارواکو هغه حبری په کلکه رد کړی چی ګواکی وایی طالبانو ته یی درنه مرګ ژوبله اړولی.
د یادولو وړ ده چی څه موده وړاندی هم د کامدیش په ولسوالۍ باندی د وسلوالو په برید کښی ګڼه مرګ ژوبله اوښتی وه.

Copyright Larawbar 2007-2024