دملي ایتلاف مشرعبدالله عبدالله په بریښنايې تذکروکي دملیت اوقوم دلیکولوطرفداردی

59 | جون 2nd, 2013


کابل:دافغانستان دملي ایتلاف مشر نن دیکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې په بريښنايي تذکروکي بايدمليت اوقوم وليکل شي. داکتر عبدالله ټينګارکوي چي حکومت بايد ددغي ستونزي د اواري لپاره عملي لاري چاري ولټوي اودخلکوانديښني لمنځه يوسي. هغه دا و نه ویل چي ولسي جرګه دي خپله تصویب شوي پریکړه بیرته سره واخلي. ولي ده پرحکومت زورواچوي چي دي ستونځۍ ته یوه بله دحل لاره پیدا کړي.
بله خوا دمشرانوجرګي يو شمير غړي وايي ،چي هغوي دبريښنايي تذکروطرحه څيړي اوملي ګټو ته په پام سره پدي اړه پريکړه کوي.څوورځې مخکې په ولسي جرګه کې دبريښنايي تذکرودڅرنګوالي په اړه بحث وشو اونوموړې جرګې درايو په اکثريت سره تصويب کړه چې په دغو تذکروکې به مليت او قوم نه ليکل کيږي.ټاکل شوې ده دبريښنايي تذکرو طرحه د تصويب لپاره مشرانوجرګې ته هم وليږل شي.
خو ددې جرګې يو شمير غړي وايي دبريښنايي تذکروطرحه به له تصويبيدو مخکې په جدي توګه وڅيړي.
دمشرانو جرګې مرستیال، محمد علم ایزد یار وویل: «موږ به په دې اړه د دینې اصولو اساسي قانون په پام کې نیولو سره داسې پریکړه وکړو چې دخلکواو ټولنې ګټې په کې نغښتې وي.»ولسي جرګې دتيرې چارشنبې په ورځ ترډیروبحثونووروسته درایو په اکثریت دنفوسوداحوالوقانون تصويب کړي.
دیادولووړده،چي دجمعي په ورځ دولسي جرګي غړوته دبلخ والي عطا محمدنورجدی اخطارورکړي ،چي دغه پریکړه دي له سره بیر ته واخلي .عطا نور ولسي جرګي ته په ډاګه وویل که چیری دوی پردي موضوع له سره غورونکړي ،دئ حاضردی چي دخپل توان اوطاقت څخه کارواخلي او ترسره خط به هم ورتیر شي. دعطامحمدنورپرخبرودلراوبرویب پاڼي دتبصیروپه څانګه کي ډیروافغانانوخپل شخصي نظرونه اوطرحي بیان کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024