ميا نواز شريف دصدرا عظمۍ سوگند پورته کړ

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 5th, 2013


اسلام اباد:دپاکستان مسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف په دريم ځل دپاکستان صدرا عظم په توگه سوگند پورته کړى دى. په ملي اسمبلۍ کې د٢٤٤ ووټونو په ترلاسه کولو صدراعظم ټاکل کيدو څخه وروستو دپاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ميا نواز شريف ته په صدارتي ماڼۍ کې دصدراعظم په توگه سوگند ورکړو.دسوگند اخستو په دغه دستوره کې دپاکستان پوځي مشرانو، دمختلفو هيوادونو سفيرانو، دميا نواز شريف دکونۍ غړو، گورنرانو، نگران اعلي وزيرانو، پخوانو صدراعظمانو يوسف رضا گيلاني اؤ راجا پرويز اشرف اؤ نورو گڼ شمير سياسي مشرانو برخه لرله.

Copyright Larawbar 2007-2024