په وایګل ولسوالي کي اووه بهرنې اوکورني وسلوال وژل شوی دي.
59
خبریال زرداد شینواری ( پارون ) د نورستان والي تمیم نورستانۍ وایی ،چي تیره ورځ
مازدیګرمهال شاوخواڅلوربجي د وایګل ولسوالۍ ته افغان ځواکونه ورننوتل اویاده
ولسوالۍ یی له وسلوالوطالبانوڅخه ونیوله. د نورستانۍ په وینا د عملیاتو په ترڅ کي
دوی ته کوم مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ولي شپږتنه وسلوال طالبان په یاده پیښه کي وژل شوي دي ،د وژلوشووکسانوپه ډله کي دري تنه پاکستانی طالبان دي.
والي ژمنه وکړه چي په وایګل ولسوالۍ کي به ګڼي پروژي پلي کړي کومي چي د یادي ولسوالۍ خلک ورته ډیره اړتیا لري.
ده له افغان ملي اردوسرتیرو څخه مننه وکړه ،چي په ډیره میړانه یی د یادي ولسوالۍ دنیولو عملیات ترسره کړل. بل لوري د نورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم
عمریار وایی. چي په وایګل ولسوالۍ کي به لسګونه کلیوال پولیس په دندووګمارل شي، چي له ملي پولیسوسره اوږه پراوږه دنده ترسره کړي.
همدارنګه دوایګل ولسوالۍ اوسیدونکې له دولته څخه غوښتنه لري چي په یاده ولسوالۍ کي دي دښوونې او روزني، روغتیا ،بیارغوني اونوروبرخوته ځانګړۍ پاملرنه وکړي.دوات هم ژمنه کړي چي په وایګل ولسوالي کي شا وخواه لس پروژی پلي کړي .