کور / تازه خبرونه / د افغان جګړې برياليتوب څلورلكه پوځيانو ته اړتيا لري

د افغان جګړې برياليتوب څلورلكه پوځيانو ته اړتيا لري

له افغانستان څخه د ناټو ځواكونو تلونكى قومندان وايي له طالبانو او تروريستانو سره د جګړې دپاره ۴۰۰۰۰۰ څلور لكه پوځيانو ته اړتيا ده.


جنرال ډان مكنيل دغه څرګندوني د جرمني له شپېګل اونيزي سره په يوه مركه كي كړي دي.


د نوموړي په وينا ناټو اوس په افغانستان كي (۴۷۰۰۰) پوځيان لري، چي د ده په اند د برياليتوب دپاره يې نيژدې يو په لسه زياتوالي ته ضرور دئ.


همدا راز نوموړي په يوه خبري كنفرانس كي د افغانستان پر ګاونډيو هيوادونو ږغ كړئ، چي له افغان حكومت سره د دې هيواد په امنيت او ثبات راوستلو كي پوره مرسته وكړي.


جنرال ډان مكنيل وويل افغانستان شپږ ګاونډي هيوادونه لري، چي كه دغه هيوادونه په افغانستان كي لاسوهني ونكړي او له افغان حكومت سره په همږغۍ كي مرسته وكړي، بېله شكه چي په سيمه كي به ثبات حاكم سي.


 دوشپېته كلن امريكايي جنرال ډان مكنيل چي په افغانستان كي يې ۱۶ مياشتي د ناټو ځواكونو د ۴۷ زره پوځيانو مشري كوله، نور يې په دې هيواد كي وظيفه پاى ته رسېدلې ده، چي ډېر ژر به يې پر ځاى يو بل امريكايي جنرال كار پيل كړي.