سهيلي پښتونخوا : يوه هلک يوه نجلۍ وژلې
عطاالله محمدي
د سهيلي پښتونخوا په کوټه ښار کي يوه ځوان هلك لومړى يوه نجلۍ په ډزو وژلي او بيا يې خپل ځان هم وژلى دى.
د تر لاسه سوو معلو ماتو پر بنسټ چي وايي د كوټي په شفيع كالونۍ کي يو ځوان محمد عدنان مرکې څخه د انكار په وجه په نيلم ډزي كړي چي په نتيجه کي ئې نيلم وژل سوې او وروسته ډزي کوونکي هم خپل ځان وژلى.
پوليسو وژل سوي كسان روعتون ته ورسول او تر روغتون وروسته چي څرګنده سوه دواړه کسان وژل سوي ، جسدونه ئې خپلو خپلوانو ته وسپارل سول .
پوليس وايي چي د دې پېښي په اړه پلټني جريان لري.