کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتو ادبي غورځنګ خبرتيا

د پښتو ادبي غورځنګ خبرتيا

پښتو ادبي غورځنګ د دوې مياشتنۍ مجلې”لمبې” د لس کلن جشن په ملتيا د درانه “وياړ” افغان تاريخ پوه”استاد احمدعلي کهزاد” د ياد غونډي تابيا کړې ده، له ادبي ادارو څخه هيله کېږي، چي د استاد “کهزاد” او “لمبې ” مجلې په اړه خپل پيغامونه راولېږي او کوم ملګري چي کولای شي په دې غونډه کي ګډون وکړي، له هغوی څخه په ډېر درنښت هيله کېږي، چي له موږ سره په دې درنه پرتمينه غونډه کي برخه واخلي،

ستاسو پيغامونه اوګډون به د پښتني ادب د استازيتوب درناوی او زموږ لپاره د وياړ وړ وي، ستاسو راتګ ته سترګي په لار

پښتو ادبي غورځنګ کوټه، پښتونخوا

ځای: کوټه پريس کلب، کوټه

وخت: سهار له ۹ بجو څخه تر ماځيګره پوري

نېټه: ورځ يکشنبه: 23,6,2013

محمد صادق ژړک ۰۳۰۰۹۳۸۸۱۵۰

تاسو خپل پيغامونه او ليکني پر دې ادرس رالېږلی شی،

sadikzharak@gmail.com