جرمني په مزارشریف کي خپله قونسلګري خلاصوی

59 | جون 9th, 2013


مزارشریف:دبهرنیورسنیودخبرونوله مخي دجرمني هیوادغواړي دمزارشریف په ښارکي خپله قونسلګري پرانیزي اوترڅنګ یې ژمنه کړی،چي دمزارشریف دملکي هوا يې ډګردجوړیدو ټولي چاري په غاړه واخلي.دغه خبره دجرمني هیواددبهرنیوچارووزیر(ګیدیو وسیترویلي ) نن یکشنبه دبلخ ولایت دچارواکو سره په یوه غونډه کي څرګنده کړله. دآلمان دبهرنیوچارووزیرزیاته کړه ،چي له افغانستان څخه د(۲۰۱۴)کال وروسته دناټو ځواکونوتروتلووروسته آلمان تیاردي ،چي له افغانستان سره خپلي مرستي جاري وساتي اودنووپروژودپلي کولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.
آلمان دبهرنیوایساف اوناټوځواکونو په چوکاټکي دمګړۍ (۴۲۰۰) سرتیري لري. ګودیو ویسترویلي زیاته کړه ،دناټوله وتلو وروسته به جرمني افغانستان یواځي پری نږدي. دهغه په وینا آلمان ژمنه کوي ،چي دقونسلګري دپرانیستلووروسته به دمزارشریف په ښارکي یو ملکي هوايې ډګرجوړ کړي ،کوم چي دکابل دهوايې ډګر نه وروسته به دهیوادپه کچه دوهم غټ هوایې ډګر وي.
هغه زیاته کړه چي د( ۲۰۱۴) کال وروسته آلمان پلان لری چي دښه امنیت دساتلوپه اړوندد( ۶۰۰ څخه تر-۸۰۰ )سرتیري په افغانستان کي پاته شي .
دهوايې ډګردجوړیدوپه هکله (ګوډیو وسیتیرویلي )وویل چي آلمان تیاردی ،چي(۵۰) میلیونه اورو یا (۶۵) میلیونه ډالره دمزار شریف دهوايې ډګردجوړیدولپاره مرسته وکړي. هغه دا هم وویل چي ،جرمني به د ۲۰۱۴ کال وروسته (۵۸۰) میلیونه ایرودافغانستان سره ځانګړۍ مرسته وکړی.دآلمان دبهرنیوچارووزیرپه ډاګه کړه،چي آلمان ژمن دی دافغانستان دبیارغوني لپاره دافغانانو سره انساني،اقتصادي اوټولینزومرستوته ادامه ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024