کور / تازه خبرونه / شپاړس تنه نارينه او ښځي د بدلمنۍ په تور ونيول سول

شپاړس تنه نارينه او ښځي د بدلمنۍ په تور ونيول سول

په کابل کې دلوي څارنوال عبدالجبار ثابت په امر او دپوليسو په همکارۍ  دفحشايوسترمرکز ونيول شواو١٦ تنه نارينه اوښځينه دبد اخلاقيوپه تو ونيول شول


دغه څرګندونې دلويي څارنوالۍ دپلټنې ريس محمد افضل فريد وکړي . 


فريد وويل چې دغه کسانو دوزير اکبرخان مينه په سيمه کې په يوه کورکې دفحشاوو مرکز جوړکړي وو اواوه چينايي ميرمنې يي راوستلي وي او نه تنه نارينه چې دافغنستان پاکستان بلنګله ديش اودچين هيواد اوسيدونکي ونيول شوي دي  


هغه زياته کړه چې دغه کسانو شراب هم څښلي وواودڅارنوالانواوپوليسو لخوا په داسي حال کې ونيول شول چې اخلاقي جرمونه يي ترسره کول .


دالومړۍ ځل نه دي  چي دغه شان داخلاقي جرمونو مرکزونه تړل کيږي دطالبانودواکمنۍدسقوط نه راپديخوا په کابل کې دبهرنيو لخوا کورو نه دکيسټ هاوي ياميلمستون په نوم نيول کيږي اوبيا په کې شراب اوياهم دښځو سره دجنسي تيري کار بارپه کې کوي .