په شمالي وزيرستان کې ٣ پوځيان وژل شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 10th, 2013


پاکستاني چارواکي وايي د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې افغانستان سره ګډه پولې ته څېرمه په دوو بمي چاودونو کې لږ تر لږه درې سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان دي.چارواکي وايي، دواړې بمي چاودنې په شمالي وزیرستان کې رامنځ ته شوې په کوم ځای کې چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ ته کېږي.دا درې واوړه سرتېري هغه مهال ووژل شول چې بنو ته پر لاره یې موټر پر ماین ور برابر شو.په یوه بله جلا پېښه کې څو تنه سرتېري هغه مهال ټپیان شول چې د پاکستاني پوځیانو یو بل کاروان میرانشاه ته نژدې تر برید لاندې راغی.

Copyright Larawbar 2007-2024