دکابل دنړیوال هوايي ډګرنښته پای ته ورسیده
59
کابل:دیوه تازه خبرله مخي،چي همدا اوس راورسیدي وایې،چي نن سهار وختي دکابل پرنړیوال هوايې ډګرباندي وسله والو کسانو بریدونه پيل کړل .امنیتي ځواکونه خبرورکړي چي ټول(۷ )تنه بریدګروژل شوي او امنیتي حالت دډاډوړدي.
دخبرسرچینه وایې، نن سهارپه څلوروبجو دکابل دهوایې ډګر په شمال لویدیځه سیمه کي وسله والوبریدګروچي شمیریې۷تنو ته رسیدي ځانمرګي اووسله وال بریدونه پیل کړل.ددولتي ځواکونو اووسله والوډلو ترمنځ جګړه پنځه ساعته روانه وه .وروسته دولتي ځواکونه وتوانیدل،چي ټول اووه تنه بریدګرووژني . دولتي ځواکونودبریدګرویو یوفلاینګ کوچ موټر،چي چاودیدونکي توکي پکښی ځای پرځای شوی وو،له منځه یووړي.
دولتي امنیتي ځواکونه وایې،چي وسله وال بریدګردکابل دنړیوال هوايې ډګرشمال لویدیځ ته (دقصبه خاني)په سیمه کي سنګر نیولي وو ،اوله هغه ځایه څخه یې پرهوایې ډګر بریدونه پیل کړل.امنیتي ځواکونو رسنیوته په ډاګه کړه ،چي دووبریدګروخپل ځانونه ته چاودنه ورکړه اوپنځه نور یې دیوي نوي وداني انګړته ننوتل اوپرهوایې ډګر یې بریدونه جاري کړل. امنیتي ځواکونه وایې چي دمګړۍ ټول (۷) تنه بریدګر وژل شوي.
دکابل نړبوال ډګرته دټولوالوتکو دتګ اوراتګ ټول پروازونه دلنډ وخت لپاره په ټپه درول شوی دي. تراوسه پوري دمالي زیانونه کچه لانه ده څرګنده شوی.
وسله والو طالبانو دبریدپړه په غاړه اخیستي ده. لراوبرویب پاڼي ته دطالبانو ویاندذبیح الله مجاهد په یوه رالیږلي لیک ویلي چي دنن ورځی په بریدونوکي ګڼ شمیربهرني اوکورني سرتیري وژل شوي اودولت ته درانه مالي تاوانونه اووښتي دي .