غزل – تیارو د بیلتانه ته به مي بیرته رڼا راسي
تیارو د بیلتانه ته به مي بیرته رڼا راسي
د اوښکو ترګریوانه به مي خپله لیلا راسي
ازل مي دي په وینو کي نغمې راته کرلي
مطربه چي رباب در سره وینم نڅا راسي
توبې راڅخه تښته چي موسم دی د ګلونو
له میو چي پرهیز کوم پر ځان مي ژړا راسي
د شپې دي د مغان په کور کي ووینم زاهده
سهار چي له خلوته را بهر سې خندا راسي
له خولې دي د رقیب د حلوا بوی راځي ناصحه
ته خپل پندونه وایه خو باور به د چا راسي
یوه د وصل شپه وي په قسمت را رسیدلې
د نیمي شپې آذان ته به زوی مړی ملا راسي
نصیب د جهاني په نوم یوه مینه لیکلې
چي ښکلي یادومه ستا له نومه حیا راسي
۴-۲۵-۲۰۱۳
ویرجینیا