په اور او وينو ليکل سوى تاريخ

د لراوبر اداره | جون 16th, 2013


له ماشومتوبه مي د هيواد او خاوري د پنځه زره کلن تاريخ بابولاله پر غوږ په وياړ او شرنګېدلي اواز لګيږي، مشرانو او کشران مو په خورا خوند او درنښت د خپل پنځه زرکلن تاريخ په پاڼه پاڼه او کرښه کرښه وياړي، هر باب يې د يوه خوندور داستان ديوې خوندوري برخي په توګه په ترنم ترنم وايي او کله چي د دې زوى مړي تاريخ داستان اورې فکر کوې چي اوس به نو د نړۍ د تاريخ تر ټولو زرين او د خوبونو هيواد همدا هيواد وي. مګر کله چي د دې هيواد ويرژلې او ځب ځبانده څهره ګورې نو په سترګو کي به دي د ترحم اوښکي ډنډ سي او په زړه کي به دي يو د وير او ماتم سيمفونۍ په ويرجن انداز پر ږغېدو راسي او خپل پنځه زره کلن تاريخ به د خپل عظمت نه، بلکي د خپل ذلت تر ټولو ستر دليل درته جوړ سي. هره پاڼه به دروغ درته څرګنده سي هره کرښه به ماتم درته ښکاره سي پر هره پرخه به په زرګونه ارواويي په وير او ماتم درته تر سترګو سترګو سي او د دې هيواد هر وګړى به د يوه وينه څښونکي روي په څېر درته څرګند سي.

دې هيواد د نړۍ په تاريخ کي پنځه زره کاله په نيم ژوندي حالت کي د بل په امر او دستور د خپل ځان د وژلو سر بېره د نورو هيوادونو وګړي هم ارام ته پرېنښودل. دلته هر وګړى سکندر دى دلته هر وګړى چنګېز دى دلته هر وګړى فرعون او شداد دى او څوک چي په دې تاريخ کي چنګيز ، سکندر او فرعون نه دى هغه د دې بل سوي اور خوراک او خاساک دى. دلته به يا بل وژنې ژوند به کوې او يا به د بل د توري، مرمۍ او بم انتظار کوې چي ستا سينه څيري کي، دلته به يا پر سينه بم تړى او نور به له ځان سره د جنت او يا جهنم کندي ته درسره کش کاږې او يا به يې بل ته پر سينه تړې چي نور ستا له مخي ليري کي.

د دې هيواد د تاريخ پاڼه پاڼه چي اړوې په هره پاڼه کي يې ليکلي دي چي د دې هيواد بچو د نړۍ خونخواره پر ګونډو کړه، سړي ته په ذهن کي ور ګرځي چي نو حتماً به دوى د نړۍ د تمدن تر ټول مخکښ کسان وي چي د تاريخ پاڼه پاڼه يې په داستانونو ډکه ده. مګر کله چي د دې خواربښکي هيواد څېره او ولس ګورې نو دا ټول تاريخ افسانه درته ښکاري او سړي ته د دې الهام ورکوي چي دوى خونخواره نه دي ماته کړي، بلکي خونخورو دوى دونه ځب ځب کړي چي د ولاړېدو نه دي، بلکي د هغه ماشوم په څېر چي په غېږ نيونه کي يې د خپلي بې فکرى له وجي غورځېدلى وي او غبرګي پښې يې مات وي او دى په دې خوشاله وي چي د حريف کالي خو مي ور څېره کړه او په دې فکر کي نه وي چي غبرګي پښي مي ماتي دي.

د دې هيواد د ولسونو د پاته شونو تر ټولو ستر مشکل هم همدا تاريخ موږ په لاس راکوي د پلار په توره و غورېږه د نيکه له کارنامو ځان ته د خيال وزيري جوړي کړه او ځان د فکرونو په نړۍ کي د نړۍ شاهنشاه احساس کړه د پرديو په جګړه کي د يوه په مقابل کي خپل سل وګړي مړه کړه. دا ده زما د هيواد د ولس د بچو کارنامه، دا ده د دوى جګړيزه کارنامه، دا دى زما د ولس د مېړنيو وياړ ، په دې تاريخ کي هغه څوک تر ټولو زيات قهرمان باله سي چي زيات مړي يې وکړه. د دې تاريخ شاهنشاه هغه څوک دى چي ډېر سکني يې تر خاورو لاندي کړه د دې تاريخ نامي هغه څوک دى چي ډېر وينه څښونکى او ډېر بې احساسه وي، د دې تاريخ نامي هغه څوک دى چي تر ټولو چټل وګرځېدى او تر ټولو زيات بد اخلاقه و اوسيدى، ده دې تاريخ نوميالى هغه څوک دى چي ډيرو جونګړو ته يې اور ورته کړ ، ډيري کورنۍ يې په ماتم کښېنولې، ډيري خوندي يې وراري، ډيري مندي يې بوري ، ډېر ماشومان يې يتيمان او ډېري مېرمني يې کونډي کړې نوځکه زما د هيواد تاريخ د نړۍ د تاريخونو سرتاج دى نو ځکه زه د نړې د هر ځبر ځواک د ماتولو زانګو يم دا خو ښکاره خبره ده چي زه به د نړۍ هر ځواک ته ماته ورکوم ځکه زما د پنځه زره کلن تاريخ هره پاڼه چي ګورې زه تر ټولو ظالم اوسېدلى يم ما خپل سکني ورونه ژوندي نه دي پرې ايښي نو زه د بل په زامنو څه بندو واز يم ، نو ځکه د دې نړۍ قهرمان زه يم څو چي دا نړۍ وي زما توره به تېره او لاس به مي خلاص وي ځکه پلار او نيکه مي ننګيالي ، توريالي او جنګيالي خلګ وه د هغو د اولادونو لپاره د عار خبره ده چي يو ارام ، چوپ او بې جنګو جګړو هيواد و لري.

مات دي سي هغه توپک چي زه مي خپل ورور (انسان) په وژنم، ګونګه دي سي هغه ژبه چي ماته د مېړاني(ورور وژني) درسي راکوي وچه دي سي هغه مور چي ما غوندي باتوره(بې غيرته ورور وژونکى) انسان زېږوي مړي دي سي هغه پلار چي ما غوندي جنګيالى(ولس وژونکى) زوى پالي و دي نړېږي هغه ښوونځى چي ماته پکښي د ناميتوب( هيواد ورانوني) درس راکول کيږي مات دي سي هغه لاسونه چي ماته په جنګ کي د بري لپاره جګيږي. زه نه باتور يم، نه ننګيالى يم او نه جنګيالى، زه انسان يم ميني ته مي زړه کيږي نوم مي له انس(ميني) څخه جوړ دى. زه انسان يم خداى د مځکي د ابادى لپاره را لېږلي يم. زه انسان يم خداى له خپل ورور(انسان) سره د ميني لپاره را لېږلى يم. زه هغه وخت نامي، توريالى، ننګيالى او باتوره يم چي دا هيواد سوکاله او ارم کړم. زما مذهب سوله ده زما اسلام ماته د ارمۍ او سوکالۍ راوستولو امر کړى دى، نه د شر جوړولو. زما اسلام ماته د مځکي ابادوني امر کړى دى، نه ورانوني.

Copyright Larawbar 2007-2024