زابل په روغتونونو کی ددرملو نشتوالي

جاويد احمد تنوير | جون 17th, 2013


دقلات ښاردغه اوسیدونکی چی روغتون ته یی ناروغان راوستي وایی چی دتیر دریو اونیو راهسی یی ناروغان په مرکزي روغتون کی بستر دی خو پدغه رغتونونو کی ددوي دناروغانو لپاره دارو درمل ندي ورکړل شوی او دوی یی له بازاره په پیسو رانیسي ، دیادو کسانو په وینا دخلکو اقتصاد کمزوری دی او ددرملو درانیولو توان نه لري دغه کسان وایی ډيری داسی کسان شته کی داقصادي مشکیلاتو له مخي یی ناروغان دلاسه ورکړي ،
دزابل دعامي روغتیا چارواکی هم دغه ستونزه مني خو دخپلوکمو امکاناتو یادونه کوي ،دقلات دمرکزي روغتون رئیس ډاکترزلمی رښتین وایی دوي له زیاتوستونزوسره مخ دي ، نوموړي زیاتوی چی دارو درمل یی کم دی او دغه راز په روغتون کی یی پرسونل کم دي او ددی بسته نه کوی چی ټولو ناروغانو ته دی دوي رسیدګي وکړای شی ،
دزابل مرکزي روغتون ته اکثره دولسوالیو او لیري اطرافی سیمو څخه ناروغان راوړل کیږي چی ترمرکزقلات پوري یی رسیدګي ستونزمنه ده ځکه ددي ولایت د ولسوالیولاري خامي دی او خلک خپل ناروغان دڅارویوپه واسطه تررغتونونو رسوي، یوشمیر کسان وایی مرکزي دولت په خاص ډول دعامي روغتیا وزارت دغه ولایت ته پاملرنه نه کوی چی له امله یی ناروغان له مرګ له ګواښ سره مخامخ کیږي ، دیادولو ده چی داوړي په موسم کی پدغه ولایت کی ناروغۍ معمولآ زیاتوی ځکه دسیمه اوبه یی چټلي او خلک په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي ،

Copyright Larawbar 2007-2024