لښکرګاه دځوانانو دمنډي لوبه ترسره شوه
جاويد احمد تنوير
لښکرګاه ښاروالۍ کي شاوخوا سلو ځوانانو د منډي سیالي تر سره کړه
دغه سیالۍ د رامپ اپ په مرسته د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا په دې موخه جوړه سوې وه چي ځوانان د ښاروالۍ سره نژدې سي او په ګډه د ښاري پرمختګ په لور ګام واخلي.
سیالۍ تېره ورځ د مازدیګر ۵ بجې د لښکرګاه ښاروالۍ څخه پیل تر شاوخوا دوه کلیو متره فاصلې وروسته پر همدې ځای پاته ورسیده.
وروسته په لښکرګاه ښاروالۍ کي په همدې موخه جوړي سوي غونډي ته د ښاروالۍ د دفتر امر احمد مسعود سېلاب له رامپ اپ نه مننه وکړه چي د منډي دا سیالي یې پلان کړې وه . هغه وویل په دې منډه کي یې هدف دا وو چي ځوانان ښاروالۍ ته را نژدې کړي او دا حساس ورکړي څنګه کولای سي ښاروالۍ سره د ښار په پرمختګ کي برخه واخلي؟
هغه یادونه وکړه چي ښاروالۍ ورځ په ورځ مخ په وړاندي درومي خو د ځوانانو او ښاریانو مرستي ته سترګي په لار دي.
تر هغه وروسته د منډي ګټونګو لوبغاړو ته جامونه ورکړل سوه .
د منډي لومړي مقام ګټونکي لوبغاړي له دې بهیر څخه خوښي و ښوده او ښاروالۍ څخه یې غووښتنه وکړه چي ځوانانو ته دي ددې ډول پروګرامونو پر دوام ټنګار وکړي
هیره دي نه وي چي یاد ددې لوبي لومړی مقام ګټونکي ځوان دا لومړی ځل وو چي ښاروالۍ ته راغلی وو