١١٩ امنيتي شمېرې په امنيت کي بدلون راوستلى

عطاالله محمدي | جون 18th, 2013


دیادي شميري سره هره ورځ په لسګونه زره هیوادوال اړیکي نیسي اودپولیسو په مرسته دسلګونوامنيتي پیښواومشکوکوکړونو مخينوي کوي. خودغه شميري ددولت له خواپه داسي مهال کي اعلانيږي چي دکندهارپه ګډون دهيوادپه يوشميرولايتونوکي ناامني زياته سوي ده.
دا په کندهار ولایت کي د پولیسو سره د عاجلو اړیکو د نیولو مرکز دى چي ۲۴ ساعته پر١٠٠، ١١٢ او ۱۱۹ شميري باندي هیوادوال کولاى سي په بیړنيو حالاتوکي آړيکه ټينګه کړئ.
د دي مرکز مشر وثیق الله وایي چي د پولیسو د عاجلو واقعاتو د مخينوي شمیرو سیسټم یو نړي وال معیاري سیسټم دي چي په ټول نړي کي ورڅخه په بیړنيو حالاتو کي خلک د پولیسو څخه د کومک غوښتني په موخه استفاده کوي . د وثق الله په خبره چي دا سیسټم څه باندي دوه کاله کیږي چي په کندهار کي یي په فعالیت پیل کړي او روځ تر بلي هیواد وال ورسره اشنا کیږي.
وثق الله دڅانګي راډيوسره په خبروکي وويل دا مرکز د حوزي په سطحه پنځه ولایتونه کنترولوي لکه کندهار، هلمند، روزګان، زابل اونيمروز،چي هره ورځ ورته په سلکونه کسان دامنتي پیـښو، د مشکوکوکړنواودعامووګړو سره د زورزیاتي د مخينوي په موخه اړیکي نيسي .
د پولیسو د ۱۱۹عاجلي شمیري د مرکز مسؤلین وایي چي د راپور د اخستلو سرسم ، دوى د اړوندو سیموامنيتي ارګانونو ته اطلاع ورکوي ترڅو عاجل اجرأت ترسره کړي. دوى څانګي راډيوته وويل وروسته د امنیتي ځواکونو څخه د پیښي پوره جزیات غواړي اوددي لاريي دعام ولس په همکاري دډیرولويواوخونړیو پیښومخه نیولي ده.
دولتي چارواکي وايي دعاموخلکوهمکاري ۷۰ سلنه د هیواد په کچه په امنیت کي سمون راوستلي اودامهال دهیواد په نا امنو سیمو کي دډیروپیښودمخنيوی لوي لامل دپولیسوسره دخلکومرسته ده.
امنیتي چارواکو پرټولوهیوادوالوژغ کوي چي دیادوشمیروڅخه مثبته ګټه پورته کړي اوددي لاري دخپلوامنيتي ځواکونوسره د امنیت اوسولي په راوستلوکي مرسته وکړي

Copyright Larawbar 2007-2024