په کابل کي دنن ورځې چاودني )۳۳)کسانوته مرګ ژوبله واړوله

59 | جون 18th, 2013


کابل:دیوه تازه خبرله مخي نن دکابل ښارپه دپل سرخ سيمه کې،دولسي جرګې د غړي محمدمحقق پرموټريزکاروان باندی درنه چاودنه ترسره شوله.
په دغه چاودنه کې،چې دسړک ترغاړې ځای پرځای شووچاودېدونکوتوکو دچاودنې له امله،سهارڅه باندې نهه(ـ٩)بجې، په ياده شوې سيمه کې وشوه، (٣٣ )تنوته یې مرګ ژوبله واړوله.
دکابل دامنيه قوماندانۍ دجنايي څېړنو رئيس جنرال ظاهر،دپېښې په سيمه کې خبريالانوته وويل، چې دغه بريدمخکي دځای پرځای شووچاودېدونکو توکو دچاودنې په پايله کې رامنځ ته شو، چې موخه يې دولسي جرګې غړۍ محمدمحقق وو.
دده په وينا،په دغه بريدکې دمحقق د( ٦)ساتونکو په ګډون(٣٠) تنه ټپيان شوي اودرې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.ولي ځیني عیني شاهدان بیا وایې چي،دغه چاودنه دیوه ځانمرګي کس لخواه چي پربایسکل سپورووترسره شوله.
خپله محقق هم له رسنيو سره په اړيکه کې ويلي، چې په پېښه کې ده ته زيان نه دی رسېدلی. ولي دمحقق دمرمیوضد ګاډۍ زیان منه شویده.دچاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.

Copyright Larawbar 2007-2024