طالبانو په رسمې ډول په قطرکي خپل سیاسي دفترپرانیستي

59 | جون 18th, 2013


درویتیرزاونورونړیوالوخبروسرچینو له مخي نن مازدیګرسه شنبه دجون دمیاشتي په اتلسمه نیټه دوسله والوطالبانوسیاسي دفتررسمآپه قطرکې دلمړۍځل لپاره پرانيستل شو.ددې دفتردپرانيستلوپه مراسمو کې دافغانستان دبهرنيو چارووزارت ،دوسله والوطالبانو استازواودقطرچارواکوبرخه اخيستې وه.وسله وال طالبان وايي، چې ياددفتريې له نړيوالوسره دخبروکولواواړيکو دښوکولو په موخه پرانيستي دى.
بل لوري دامریکا سپیني ماڼي سمدستي اعلان وکړي،چي په قطرکې دطالبانو دسیاسي دفترترپرانیستو به دراتلونکوڅوورځو په موده کي دافغانستان دسولې په تړاوله دطالب استازوسره خبرې وکړي.خوامریکاددغوخبرولپاره دخپلوشرایطو وړانديزکړی دی .امریکاغواړي چي طالبان بایدله القاعدې سره خپلي ټول اړیکي پرېکړي، له زورزیاتي نه لاس واخلي دښځوحقونوپه ګډون دافغانستان اساسي قانون ته درناوی ولري. داسي ښکاري چي طالبان به په دوحه کې دخپل سیاسي دفترله پرانیستو وروسته لمړۍدامریکامتحده ایالاتو سره مخامخ خبرې اترې پیلوي اوددغو خبرویوه موضوع به دبندیانوتبادله وي،خو په لومړنیو اوونیوکې به دواړي غاړې یوازې داګوري چې یوله بله څخه څه غواړي.

Copyright Larawbar 2007-2024