طالبانوله خپل سیاسي دفترنه داسلامي امارت بیرغ لیري کړي

59 | جون 20th, 2013


دنن ورځې دنړیوالواوکورنیورسنیودخبروله مخي طالبانودامریکاپه غوښتنه په قطرکي دخپل دفترڅخه داسلامی امارت بیرغ اوداسلامي امارت نوم لیری کړی.داکارله څو ساعته وروسته هغه وخت ترسره شو،چې دامریکادبهرنیوچارووزیرجانکېري،پرون ماښام ناوخته ددواړوغاړودترینګلتیادکمولولپاره دافغان جمهوررئیس حامدکرزی سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دافغانستان دبهرنیوچارووزارت یوي افغاني خبری رسني ته ویلي،چي نن دطالبانوله دفترنه داسلامی امارت بیرغ کښته شو،اودطالبانوداسلامی امارت ددفترنوم دطالبانو د سیاسي دفترپه نوم واووښت.ولي افغان دولت وایې،چي دطالبانوله دفتره دبیرغ ښکته کول اودنوم لوحه لیری کول بسنه نه کوي.دافغانستان دسولې دعالي شورا مرکچیان وايي ،دوی دطالبانو په څرګندونوخوښ نه دي.
بل لوري په قطرکې دطالبانو ددفتريو غړی سهيل شاهين وايي،چي دوی به يوازې له افغانانو سره خبرې وکړي، نه په مشخص ډول له افغان حکومت سره:موږافغانان يو اوله افغانانو سره به وګورو. نه په مشخص ډول له هغو کسانو سره چې ووايي موږدافغان حکومت استازي يوو.
دطالبانو داستازی دخبروڅخه مالومیږي ،چي طالبان دافغان دولت پوری تړلوکسانوسره خبري نه کوي.له بلي خواه افغان دولت هم دطالبانوسره دخبرواومذاکرو لپاره لیوالتیا اوچمتوالې نه ښيي ،په داسی حال کي چي طالبانودامریکا په غوښتنه خپل بیرغ او داسلامی امارت نوم له خپل دفترڅخه لیری کړي دی.
دخبرسرچینه زیاتوي ،چي سرله ننه به په قطرکي دطالبانودفتر(دطالبانوسیاسي دفتر،یاپه قطرکي دطالبانوسیاسي مکتب ونومول شي.
دوروستیونووپیښواوکره مالوماتودلاسته راوړولولپاره دلراوبرسره پاتي شي.

Copyright Larawbar 2007-2024