دملګروملتونودامنیت دشوراپه غونډه کي دافغانستان اوپاکستان داستازوترمنځ لفظی شخړه رامنځته شوله

59 | جون 22nd, 2013


نیویارک:دروان کال دجون په شلمه دپنجشنبه په ورځ دملګروملتونودامنیت شوراپه غونډه کي چي،دافغانستان دموضوع په هکله دایره شوی وه،په ملګروملتونوکي دافغانستان دایمي استازی اوسفیرظاهرطنین اودپاکستان ددایمي استازی مسعودخان ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوله .
ظاهرطنین وویل:په قطرکي دطالبانودبیرغ رپیدل موږته بیا هغه توري دوري اووختونه را په یادوي،کوم چي دطالبانوتروریستي ډلي دپاکستان دبهرني سیاست په ملاتړګټه پورته کړی وه.هغه زیاته کړه،دافغانستان پرپوله باندي زموږپرخاوره دپاکستاني راکټونو فیرونه دافغانستان دځمکني تمامیت پرحاکمیت باندي ښکاره سرغړونه بلل کیږی.
په غونډه کي دپاکستان ځانګړۍ استازی مسعودخان دظاهرطنین پرخبروباندي نیوکه وکړه،او دهغه خبري یی چي ګواکي پاکستان دطالبانو دډلي څخه حمایت کوي په کلکه ردکړل.مسعودخان وویل:چي دظاهرظنین خبری ځکه بی ځایه دي،چي تروریستي ډلي دافغانستان اوپاکستان دواړه هیوادونه تهدیدوي اوزیاتره وخت دغه ډلې دافغانستان له لاري دپاکستان په خاروه کي تروریستي عملیات کوي. دپولي دساتلو په هکله مسعودخان وویل،چي بایددواړي خواوي په دي اړه ټینګ تدبیرونه ونیسي.
په غونډه کي دپاکستان اوافغانستان لپاره دملګروملتونوځانګړی استازی (یان کوبیش)دملګروملتونو دامنیت دشوراپه غونډه کي وویل،چي دپاکستان اوافغانستان ترمنځ داړیکو مرحله ترینګلی شوی اویوخطرناک حالت ته رسیدلی ده .

Copyright Larawbar 2007-2024