له واده نه وړاندي دجنسي اړیکونیول شوی خاوندووژل شواوښځه یې ژوبل ده

59 | جون 22nd, 2013


دنورستان څخه زموږهمکارخبریال زردادشینواری خبرراکوي،چي دنورستان ددوآب
په ولسوالۍکي یوتن ځوان وروسته له هغه په خپل خوراواوښي باندي ډزي پیل کړي،کله چي خبرشوچي،دوی دواړه له واده څخه شپږمیاشتي وروسته داولادخاوندان شول .
ددوآب ولسوال عنایت همت وایی،چی یاده پیښه پرون ناوخته له غرمي نه وروسته منځ راغلي ده.دده په ویناله واده نه وړاندي دښځې اوخاوندترمنځ جنسي اړیکي نیول شوي وي. همت،زیاتوي چي وروسته دخورله دي کیسي نه ورورخبرشواوداوښي(اخښي) په کورکي یی په خپل خوراودهغي پرمیړه ډزي وکړي،چی په ترڅ کي یې اوښي وژل شوی اودهغه ښځه ژوبل شویده.
دهمت په وینا،سیمي ته پولیس ورسیدل او ټپي ښځه یې دجلال آبادروغتون ته لیږدولي اودمجرم دنیولو هڅي پيل شوی دي .داپه داسی حال کی ده،چی له دي وړاندي هم دنورستان په بیلابیلو سیمو کي ورته پیښي او وژني ترسره شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024