کابل: فرانسې د ٤ نيم لکو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته وکړه

عطاالله محمدي | جون 23rd, 2013


په کابل کي د فرانسي مرستندویه دفتر د څلور نیم لکو امریکايي ډالرو په ارزښت ځیني کرنیز وسایل د کابل او کاپیسا ولایتونو کرنيزي برخو سره مرسته وکړه.

د کرني وزارت مرستیال عبدالغني غوریاني نن په یوه خبري غونډه کي وویل؛ چي دغه مرستي به په بیلابیلو برخو کي ولګول شي.
ویل کیږي چي، فرانسه له ۲۰۱۰ کال راپه دي خوا له افغانستان سره دکرني په برخه کي د پام وړ مرستي کړي دي

Copyright Larawbar 2007-2024