رباني: په قطر کښي د طالبانو سیاسی دفتر دافغانانو دتوقع خلاف پرانیستل سو

جان محمد مهربان | جون 22nd, 2013


په قطر کښي د وسله والو طالبانو دفتر د جون دمیاشتي پر اتلسمه نېټه د مازيګر پر شپږ نيمو بجو رسماُ پرانيستل سو چي سم دستي ئې په افغانستان کښي مثبت او منفي احساسات پارولي دي.
دطالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په وینا، طالبان د ګاونډيو هیوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام په نظر کښي نيولو سره ښې اړيکي غواړي او په خپل هیواد او ټول نړۍ کښي د امنيت او عدالت غوښتونکي دي، خو د افغانستان د سولي د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني د ارسلا رحماني دشهادت په لومړي تلین کښي وویل چي په قطر کښي د طالبانو سیاسی دفتر د واشنګتن د مداخلې سره سم پرانیستل سوی اوپه افغانستان کښي د بهرنیو هیوادونو له خوا سوله راوستل به په هیڅ صورت عادلانه او پایداره نه وي. رباني وایي چي په قطر کښي د طالبانو له پاره دسیاسي دفتر پرانیستل په افغانستان کښي د سولي راوستلو په تړاو د افغانستان د سولي د عالي شورا او افغان حکومت د توقع خلاف دئ. ازادۍ راډیو نن سهار پر اوو نیمو بجو وویل چي جانکیري وايي چي په دوخه کښي دطالبانو لوحه او بیرغ پورته کول دژمنو خلاف کار سوی دئ.
د سولي د عالی شورا رئیس وایی چي د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کښي د سولي راوستلو ملاتړ نه دئ کړی بلکی په یو ډول ئې د طالبانو ملاتړ لا هم کړی دئ.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار بیا وایي چي طالبانو ته به په هیڅ صورت بیا واک ورنه کړل سي چي پر افغانانو ظلمونه وکړي.ښاغلی مسلمیار زیاتوي چي طالبان باید د سولي کولو له پاره د خبرو میز ته کښېني.
د سولي د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني وایی چي د طالبانو له پاره په قطر کښي د سیاسی دفتر پرانیستل د اندیښنه وړ خبره ده. ښاغلي رباني چي د ارسلا رحماني د شهادت په لومړي تلین کښي خبري کولې، وویل چي دطالبانو له پاره سیاسی دفتر پرانیستل د امریکا هیواد له خوا پرانیستل سوی دئ. رباني پر دې ټینګار کوي چي د بهرنیو هیوادونو له خوا د افغانانو په اړه هرډول پرېکړه کول،افغان ولس او افغانستان ته یوه عادلانه او پایداره سوله نه سي راوړلای.
د سولي د عالي شورا درئیس په وینا یاد دفتر د افغان حکومت او هم د سولي دعالی شورا د نظر خلاف کار دئ.
تیره اونۍ د قطر په پلازمینه دوحه کښي د طالبانو سیاسي دفتر دامریکا په ملاتړ پرانیستل سو،په ورته وخت کښي دطالبانو بیرغ هم ورسره پورته سوچي د افغان حکومت له سخت غبرګون څخه وروسته بیرته راکښته سو.
هشت صبح په خپله ویبپاڼه کښي لیکي چي د افغانستان د جمهوري رياست له دفتر څخه په خپره سوې خبره پاڼه کښي راغلي دي چي د هالنډ پارلمان استازو په قطر کښي د طالبانو له پاره د سياسي دفتر له جوړېدو سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

Copyright Larawbar 2007-2024