مشرانوجرګي دټاکنودخپلواک کميسيون دجوړښت دندواوواکونو قانون تصویب کړي

59 | جون 23rd, 2013


مشرانو جرګې نن یکشنبه دټاکنو دخپلواک کميسيون دجوړښت دندواوواکونو قانون له څلوروتعديلونو سره تصویب کړ.دمشرانوجرګې دتقنين کميسيون وايي داقانون له شپږ مورده تعديل سره دولسي جرګې له خوا دوی ته ليږل شوی و،اوداقانون دتعديل د څلورومواردوپه منل کيدوسره رايي اخيستنې ته وړاندي شو.
مشرانوجرګې ديکشنبې په ورځ دټاکنو دخپلواک کميسيون دتشکيل،دندو او واکونو د قانون په اړه بحث ژور بحثونه وکړل اووروسته دغه قانون دڅلوروتعديلونو په منلو سره دراي ګيرۍ لپاره ددې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو.
بالاخره دنوموړي قانون جنجالي مادې راي ګيرۍ ته وړاندې شوې اودا قانون په څلورو تعديلونو سره دمشرانوجرګې له خوا تائيدشو.
ټاکل شوېده دټاکنودخپلواک کميسيون دتشکيل،دندواو واکونو قانون دملي شوراګډ کميسيون ته وسپارل شي اوله هغې وروسته به دتوشيح لپاره جمهوررئیس ته وليږل شي.

Copyright Larawbar 2007-2024