دامريکاداستخبارتواېجنسۍ پخواني غړي په مسکو کي داکوادورسفارت څخه پناه وغوښته

59 | جون 23rd, 2013


امريکادجاسوسۍ تورونو پرسرله هانګ کانګ نه دښاغلي« ایدواردسنوډن» دسپارنې غوښتنه کړی وه،ولي هانګ کانګ ويلي،چي واشنګټن دسنوډڼ دسپارنې اړينو غوښتنوپه پوره کولو کې پاتې راغلی دی.ښاغلی سنوډن دامریکا داستخباراتي اداری یوقراردادي و.هغه په تېره مې کې وروسته له هغه هانګ کانګ ته وتښتېد،چې د امريکا استخباراتو له لوري يې دانټرنېټ او ټليفونونو څارنې جزئيات خپاره کړل.
ښاغلي ایدوارد سنوډن دروسي دهوایې شرکت دايروفلوټ هوايي شرکت (SU213) الوتنې ايربس الوتکه کي په مهلی وخت(۱۷:۱۰)دمسکو نړیوال هوایې ډګر (شیرمیتوا)کې راکښته شو.
د (روسيه ۲۴) ټلوزيون ويلي ښاغلی سنوډن دروسيې ويزه نه لري، او دی به دترانزیت مساپر په توګه مخکې له دې چې ددوشنبې پر ورځ کيوباته والوځي، دشپې په هوايي ډګرکې پاتې کېږي.
بل لوري دهانګ کانګ په يوه حکومتي ويناکې راغلي چې ښاغلى سنوډن له قانوني او عادي لارې يو دريم هېوادته سفرکړى دی.ښاغلي سنوډن مخکې ويلي و، دئ به هانګ کانګ کې پاتې کېږي اودسيمه ييزومحکموله لارې به امريکاته دسپارنې پرضد مبارزه کوي.په روسیه کي داکوادور سفارت وایې چي دوی ښاغلي« ایدوارته سنوډن» ته پناه ورکړي ده.
سنوډن(۳۰)کاله عمر لري، اوپه شمالي کارولاينا کې لوی شوی دی،په( ۲۰۰۴)کال کې دپوځ احتياط سره يو ځای شوی، او دګارډين په وينا ۴مياشتې وروسته رخصت شوی دی.هغه دملي امنيتي اېجنسۍ کې لومړۍ دنده دساتندوی په توګه ترسره کړی اوله (سي ای ئي) پتي اداري سره يې دمعلوماتي ټکنولوژۍ پرامنيت کارکړی دی.په ۲۰۰۹کال کې يې (سي ای اې)پرېيښوده او له ملي امنيت اېجنسۍ سره يې دقراردادي په توګه کارکړی دی.دسي آی اې پخواني کارکونکي په دې گام سره، هغه اندېښنې هم پرځاى پاتې شوې چې ويلي يې وو، د امريکا څارگره اداره دهانگ کانگ او چين ډېرو مهمو ادارو څارنه هم ترسره کوي.
د شبنې په ورځ سپينې ماڼۍ له هانګ کانګ سره اړيکه ونيوله چې امريکا ته د ښاغلي سنوډن سپارلو چاره تنظيم کړي. خو هانګ کانګ وايي په دې اړه ورسپارل شوي سنددکسانو سپارنې په اړه د هانګ کانګ قوانينو غوښتنو ته ځواب نه ورکاوه .
پراېډوارډسنوډن دجاسوسۍ اوحکومتي شتمنيو دغلاتورونه لګول شوي دي. ده بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين ته ويلي وو، چې دامريکا حکومت په پراخه کچه د انټرنېټ او ټيليفوني اړيکو څارنه کوي.
دمحکمې اسنادو له مخې دی د واشنګټن په يوه فدرالي محکمه کې تورن وپېژندل شو او په لومړي پړاو کې دهغه دنيولو امرورکړل شوی و. ددغو تورونو ډېره سزا لس کاله بنددی.
دیادونې وړده،چي یوکال مخکي په لندن کي( ۴۱)کلن جولان آسانژدویکی لیکس له لرویه دامریکا پټ رازونه افشا کړل اوبیاوروسته دانګلستان ځانګړي محکمي دجولان آسانژدسویدن هیوادته دسپارلو پریکړه وکړله. جولان په لندن کي داکوادورسفارت څخه پناه واخیسته او تراوسه پوري هلته اوسیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024