کور / تازه خبرونه / پكتيا: پر غريبانو نغدي پيسې ووېشل سوې

پكتيا: پر غريبانو نغدي پيسې ووېشل سوې


نن په پكتيا كي د دغه ولايت د والي جمعه خان همدرد له خوا پر غريبانو باندي نغدي پيسې ووېشل سوې.
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي د مركز له خوا له ولايتي ادارې ته ۵ ميليونه افغانۍ د ناورين ځپلو خلګو سره د مرستي په خاطر رالېږل سوي وې، چي د والي له خوا د يوه كميسون تر جوړېدو وروسته د ولايت له ۱۳ ولسواليو څخه پر ۱۰۰۰ اړو كورنيو باندي پنځه پنځه زره افغانۍ ووېشل سوې.