دارګ پرماڼي وسله وال بریدوشو

59 | جون 25th, 2013


کابل:له کابل څخه رپوټه وایې،چي نن سهارپه شپږنیموبجووسله وال بریدګروتوانېدل له وژل کیدومخکې دارګ ماڼې یوې څېرمه ودانۍ ته ورننوځي. دوی دارګ ماڼي دارګ په ختیځه دروازه کي چي جعلي کارتونه یې درلودل دشش درک سیمي څخه دارګ ماڼي ته ورننوتل. وسله والوپه لومړيوکې دافغان ولسمشرۍ ماڼۍ ختيځه دروازه په نښه کړې وه،چې لسګونه خبريالان په کې دجمهوررئیس کرزي خبری کنفرانس کې دګډون لپاره هلته راغونډشوي وو.خبريالانويوشمېرچاودنې اورېدلې،اوراپورونه وايي چي هلته لاسي بمونه هم غورځول شوي دي.دوی وایې،چي ډیري مرمي ددوي پرسرتیریدلي.
افغان امنیتي چارواکي وایې،چي بریدګرله دووساعتونووروسته ټول له منځه ولاړل .
دامنیتي چارواکوپه ویناچي بریدګرټوله څلورتنه وو.راپورونه وایې،چي په دغه پیښه کي دارګ دروازي دري ساتونکي اوڅلورتنه بریدګروژل شوی دي.
وسله والوطالبانودبریدپړه منلي اووايي،چي بريدددوی وسله والوکسانوکړی دی.دطالبانو ویاندذبیح الله مجاهدرسنیوته ویلي،چي په بریدکي یې دارګ ماڼي،دملي دفاع وزارت،اودآریانا هوټل په نښه شوی وو،چې دسي آی اي کارکونکي په کې ډېره دي،نوموړي ادعاکړې،چې په دغه بریدکې یې دولت ته لوی زیان اړولي دی،خو افغان چارواکي دغه ادعاوي ردوي.
دغه پېښه يوازې څو ورځې وروسته له هغه کېږي،چې ولسمشرکرزي له طالبانو سره دامريکاپه ملاتړدخبروپروړاندې مخالفت وکړی.

Copyright Larawbar 2007-2024