په کندهارکي دښځينه لاسي صنايعونندارتون پرانستل سو

59 | جون 25th, 2013


کندهار افغانستان: په کندهار کي دښځو چاروورياست ددغه ولايت په اطلاعاتو فرهنګ رياست کي دښځينه لاسي صنايعو لپاره دبازار موندني په هدف ديادو سووتوکو نندارتون پرانستل سو.دغه نندارتون به درې ورځي دوام وکړي اوکتونکي به وکولاى سي چي بدون له کومي ستونزي دغه نندارتون ته ورسي اوخپل دخوښي شيان رانيسي.دياد نندارتون د پرانستلو پر مهال د ښځو چارو رئيسې رقييې اڅکزۍ وويل چي د کندهاري مېرمنو په لسګونه قلمه په لاس جوړ سوي شيان د نندارې او پېرلو لپاره ايښودل سوي دي. هغې زياته کړه چي ددې نندارتون د پرانستلو څخه يې هدف دا دى څو خلکو ته دکندهاريو مېرمنو کاري پياوړتيا په ډاګه سي او د دوى د لاسي صنايعو لپاره د بازار زمينه برابره سي.نوموړي دغه راز وويل، دوى به بيا هم د لاسي صنايعو د پرمختګ او بازار موندني لپاره کار وکړي خو په دې برخه کي د کندهار د تجارانو څخه غواړي چي د مېرمنو د لاسي توليداتو لپاره د بازار موندني په برخه کي د دوى سره مرسته او همکاري وکړي څو په دې سره لاسي صنايعې وده او پرمختګ وکړي او د ميرمنو اقتصادي حالت هم بهبود پيدا کړي. ديادوني وړ ده چي غالۍ اوبدل، خامکي غاړي، جال بافي اوداسي نوردمېرمنو د لاسي توليداتوڅخه شميرل کيږي.


Copyright Larawbar 2007-2024