په کندهار کي( ۱۳۰) تنه ځوانان د حرفوي زده کړو څخه فارغ سول

59 | جون 25th, 2013


کندهارافغانستان-:په کندهارولایت كي نن (۱۳۰) تنه نارينه اوښځينه زده كوونكي دکندهاردکاراوټولنیزوچاروریاست دحرفوي زدكړوڅخه فارغ سول.نن په همدې اړه د کاراو ټولنیزوچارو ریاست له خوادیادریاست دحرفوی زده کړوپه مرکزکي دفراغت غونډه جوړه سوې وه،چی پکښي(۱۳۰) تنونارينه اوښځینه زده کونکوخپل دفراغت لیکونه ترلاسه کړل.
یادوزده کوونکو چی (۶۰) تنه یې ښځي او (۷۰)یې نارینه دي ،دشپږومیاشتو په موده کي دبېلابیلوحرفو په برخه کي زده کړي کړي دي ،اودامهال کولای سی چی دهمدې حرفو له لاري کاروکړي اوخپل اقتصادي مشکلات له منځه یوسي.په دغه فراغت غوڼده کي دکاراوټولنيزوچارورئيس نظرعلي قاطع وويل،چي فارغ سوي زده کونکي ټول هغه کسان ول،چي دبې کارۍ او اقتصادي ستونزوسره لاس اوګريوان ول،دهغه په خبره دا مهال يادکسان ديادوحرفو پواسطه کولاي سي چي کاروکړي اوخپل اقتصادي مشکلات رفع کړي.
ښاغلى قاطع دغه راز وويل چي دوى به بيا هم د دې ولايت د بې کاره ځوانانو لپاره د دا ډول حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي څو د بې کارۍ کچه را کښته سي.

Copyright Larawbar 2007-2024