دقطرآمردامارت ټول واک خپل زوی ته وسپاری

59 | جون 25th, 2013


دقطرآمرشیخ حمدبن خلیفه آلتحاني دقطردامارت څخه لیری شو ،اوخپل ټول دولتي قدرت یې خپل زوی شیخ تمیم ته وسپاری.
شیخ حمدبن آلتحاني نن سه شنبه دجون په ۲۵ نیټه دقطرپه رسمي تلویزیون کي راښکاره شواودیوي لنډي ویناپه ترڅ کي یې خپله استعفاوړاندی کړله.وروسته هغه اعلان وکړچي دقطر دامارت ټول واک اواختیارخپل زوی شیخ تمیم ته سپارم او په هغه باورلرم .شیخ حمددواک لیږدول دقطرامارت دنوي نسل په پړاوکي دتاریخ دزمان یوه نوي پاڼه وبلله.
شیخ حمدبن آلتحاني اوس د(۶۳)کالو دي اوروغتیایې حالت یې ښه نه دي ،ولي هغه دروغتیايئ ستونځې په هکله استعفا ونکړه.
دقطرنوی آمرشیخ تمیم بن حمد(۳۳) کاله عمرلری اودقطردامرددوهمي ښځي څخه دوهم زوی دی.شیخ حمد دري ځله واده کړي او ددروښځوڅخه (۱۱) زامن او(۱۳) لوڼي لري.

Copyright Larawbar 2007-2024