په افغانستان کي دیوي ښوونځۍ زده کونکي بیا مسمومي شوي

59 | جون 26th, 2013


گرديز:دپکتیاولایت څخه یوخبروایې،چي نن له(۷۰)څخه زیات زده کونکي دپکتیا ولایت دڅمکنیو ولسوالي په يوه ښوونځي کي مسموم شوي دي.
دپکتیاولایت دپوهني رئیس رسنیوته ویلي،چي یادزده کونکي دیوه څاه له اوبو څخه دڅښلووروسته مسموم شوي دي. هغه وایې مسموم شوۍ زده کونکي ددرملني لپاره روغتیایې کلینیک ته لیږدول شوي دي.
دسیمي سپین ږیري اومشران وایې،چي،مسموم شوي زده کونکي ترټاکلي شمیرزیات دي اودڅمکنیوولسوالي روغتون دیادوزده کونکودرملني لپاره زیات امکانات په اختیارکي نلري.دالمړۍ ځل دي چي،دپکتیاولایت په یوه ولسوالي کي دنجونو ښوونځي زده کونکي مسموم کیږي.
دیادولووړده،چي دافغانستان په بیلابیلوسیموکي دزده کونکودمسمومیت پیښي ډیري شویدي.دپوهنې وزیرفاروق وردګ پخوارسنیوته څرګنده کړی وه،که دمسموم شووشاګردانوپه هکله ډاکترانو ددوی دمسمومیت نظرتآئیدنکړي،نودئ به دښوونځۍ زده کونکو،داداري مدیر، ښوونکواوسرښوونکونو ته سخته جزاورکړی.دوردګ دڅرګندولووروسته څوځله نورهم دافغانستان په مختلفوښوونځيوکي شاګردان مسموم شول،ولي تراوسه یې علت انګیزه نه څرګنده شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024