شوکت علي يوسفزى: په افغانستان کې امنيت غواړو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 27th, 2013


پېښور : دخېبر پښتونخوا دصحت او اطلاعاتو وزير شوکت علي يوسفزي ويلي دي چې پاکستان او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او دواړه هېوادونه په اسلامي او کلتوري اړيکو تړلي دي نوموړي وويل چې مونږپه افغانستان کې امنيت غواړو ځکه چې د افغانستان دامنيت ټينگښت د پاکستان دامنيت ټينگښت ضمانت دى يوسفزى وويل چې دپاکستان په پرمختګ او داقتصادي ټينگښت لپاره دافغانستان له ارزښت څخه انکار نه شى کيدى . افغانستان منځنۍ اسيا ته د تګ لپاره دپاکستان يوازينۍ لاره ده داخبرې دخېبر پښتونخوا دصحت او اطلاعاتو وزير شوکت علي يوسفزي پېښور کې افغان قونصل سيد محمد ابراهيم خيل سره دخبرو په مهال کړي دي په دې وخت دافغان قونصلگرۍ کلتوري اتشه پروين ملال هم وه . سيد محمد ابراهيم خيل د اطلاعاتو وزير افغان کډوالو له ستونزو څخه خبر کړ . شوکت يوسفزيي وويل چې پاکستان او په ځانگړي توګه خېبر پښتونخوا دخپلو کمزورو اقتصادي حالاتو سره سره د ديرشو لکو افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده او دوى سره يې ښه با خلاص مرسته کړيده ده وويل چې دافغانانو ستونزو د هوارولو لپاره به مرکز سره اړيکې و نيول شي او کومې ستونزې چې دصوبې سره تړون لري دهغې هوارولو لپاره به ګامونه پورته کوو وويل چې مونږ غواړو چې افغانان وروڼه په درناوي خپل هېواد ته ستانه شي ده وويل که پاکستان کې کوم افغان بې ګناه نيول شوي وى دهغه د خوشى کولو لپاره په هڅې کوو ده وويل چې هيڅ يو هېواد کې لاس وهنه نه غواړو . افغانستان سره دښواړيکو هېلمن يو ده وويل چې دافغانستان او خېبر پښتونخوا د اولس يو بل ته دنيږدوالي لپاره به هنرمندانو تګ راتګ اړين د ى اوپه دواړو هېوادونو کې به کلتوري نندارتونونه ترسره کوو

Copyright Larawbar 2007-2024