پاکستان د افغان کډوالو کارتونو د اعتبار موده وغځوله

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 29th, 2013


کابل : د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو د کارتونو د اعتبار موده تر ٢٠١٥ ميلادي کاله يانې د دوه نيمو نورو کلونو لپاره وغځوله.د پاکستان د سرحدونو وزير چې د يوه رسمي سفر په ترڅ کې کابل ته تللى، هلته يې خبريالانو ته ويلي چې دا پرېکړه به د هغه هېواد د کابينې تر تصويب وروسته پلې شي. د افغان کډوالو د مېشتېدنې د کارتونو د اعتبار موده د ملګرو ملتونو، افغانستان او پاکستان په ۲۳ ناسته کې وغځېده، چې په کابل کې جوړه شوې وه.د روانې ميلادي مياشتې جون ٣٠ نېټه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د کارتونو د اعتبار وروستۍ ورځ وه.خو اوس پاکستان دا موده د ٢٠١٥ ميلادي کال تر وروستۍ مياشتې دسمبر پورې وغوځوله او و يې ويل چې دغه شمېر افغان کډوال تر دوه نيمو نورو کلونو پورې هم په هغه هېواد کې اوسېدى شي.دا پرېکړه په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو بنسټ، د افغانستان کډوالو چارو وزارت او د پاکستان د سرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ په کابل کې اعلان کړه.ښاغلي بلوچ وويل هغه شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې د مېشتېدنې کارتونه لري، کولاى شي د ٢٠١٥ ميلادي کال تر پايه په هغه هېواد کې پاتې شي.د افغانستان د کډوالو چارو وزير جماهير انوري د دغې پرېکړې هرکلى وکړ او و يې ويل چې تر دې وروسته به افغان کډوال په پاکستان کې د خپلې مېشتېدنې په اړه هېڅ راز اندېښنه و نه لري. دلته پر دريو بنسټيزو موضوعاتو خبرې اترې وشوې. يوه د افغان کډوالو د کارتونو د مودې د غځولو موضوع وه، چې افغان کډوال پرته له هر راز ډاره د بشپړ خونديتوب په حال کې، په ګاونډي هېواد پاکستان کې د کډوالۍ له ټولو حقونو برخمن اوسي. اوسمهال په دې برخه کې ستونزه نشته.” ښاغلي انوري وويل په جوړه شوې درې اړخيزه ناسته کې د دوو نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وشوې. يوه دا چې دغه درې اړخيزې غونډې بايد په راتلونکي کې هم روانې پاتې شي، او بله دا چې ملګري ملتونه بايد د افغان کډوالو د خپل خوښې راستنېدنې په برخه کې خپلې مالي مرستې د پخوا په پرتله ډېرې کړي. د رسمي شمېرو له مخه اوس مهال په پاکستان کې يو اشاريه شپږ ميلیونه کډوال په قانوني ډول او په همدغه شمېر په ناقانونه ډول اوسېږي. افغانستان هغه هېواد دی چې د بل هر هېواد په پرتله په بهر کې ډېر شمېر کډوال لري، له دغه شمېر کډوالو څخه تر ټولو ډېر يې په پاکستان کې مېشت دي.

Copyright Larawbar 2007-2024