زابل قومي شپین ږیري دقوماندان دلري کولو غوښتنه کوي

جاويد احمد تنوير | جون 30th, 2013


ګونه قومي سپین ږیري دیک شنبي په ورځ دولایت مقام مخي ته سره راټول شوی او ددي ولایت دامني قوماندان څخه یی داداري فساد دزیاتوالي په غبرګون کی شکایت کوی ، دوي وایی پولیس دقوماندان په امر خلک زوروي اوهم پر زورولو سربیره پیسي ځيني اخلي ، دغه کسان چی شمیر یی لسګونو ته رسیږي وایی ددي ولایت امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني په ټولو مهمو نظامي ځایونو او ولسوالیوکی خپل خلک درولي ترڅو خلک پري چوړ کړي ،یاد کسان زیاتوی چی که دکورنیو چارو وزارت دنوموړي په برخه لازیم اقدامات ونه کړي نو دوي به یی په غبرګون کی په لاریونو لاس پوري کړي ،دقومي سپین ږیرو په خبره دقوماندان له خوا ورته همیشه ګواښونه هم کیږي ، دشملزي ، علي محمد ، او وزیر په نامه یوشمیر کسان وایی وایی دپولیسو دشکایت په غبرګون کی دقوماندان لخوا ورته سپکی سپوري ویل شوي
دزابل امینه قوماندان مل پاسوال غلا سخي روغ لیونی بیا پرځان لګیدلي تورنه بی اساسه بولي ، نوموړي وایی دسیمي یوه نظامي جنرال دی او دخلکو دامنیت په برخه کی کار کوي ، امنیه قوماندان وړاندی وایی ،
یو شمیر کسان دا هم وایی چی قوماندان په سیمه کی دقومونو په مینځ کی بی اتفاقۍ ته لمن وهي ، ددوي په خبره که ولایتي اداره او مرکزي دولت پدی برخه ورسره مرسته ونه کړي نو دوي به ملي پاڅون وکړي ، دیادولوده چی ددي ولایت امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیونی تیر کال دکورنیو چارو وزارت په منظورۍ ددي ولایت دامنیه قوماندان په توګه وټاکل شوچی اوسهال یی قومي سپین ږیري دلیري کولو هڅه کوي،

Copyright Larawbar 2007-2024