دملي دفاع اوکورنیوچارووزارتونوکي میلیاردونه ډالردرغلي شوی ده

59 | جون 30th, 2013


کابل:دافغانستان داداري فسادپرضدعالي اداره وایې چي،دڅیړونواوپلټنو وروسته څرګنده شوي،چي دملي دفاع اوکورنیوچارووزارتونوکي په ډیره پراخه پیمانه اداري فساد،درغلي اواختلاس شوی دئ. ددي اداري دپلټنواو څیړونوڅانګه وایې،چي په یادووزارتونو کي زیاتره فساداودرغلي په قراردادونو کي کیږي چي دمیلیونونو ډالرو معاملي پکښي کښته اوپورته کیږي.
داداري فسادسره دمبارزی داداري دپالیسیواوبرنامورئیس ښاغلی محمدرفیع امیني رسنیوته ویلي،چي د(۱۳۹۱او ۱۳۹۲)کلنو کي دملی دفاع اوکورنیوچارووزارتونوکي (دری ملیارده اوسل میلیونه )افغاني درغلي اواختلاس شوی دی.دهغه په وینا ددي اختلاس اودرغلیودوسیه ترڅیړونووروسته دافغانستان لویې څارنوالي ته لیږدول شوی دي.
نوموړۍ زیاتوی،چي په یادووزارتونوکي فسادترهغه هم زیات دي،کوم چي زموږ اداري په ګوته کړی دي. هغه وایې چي ددي وزارتو نولوړپوړي چارواکي په دغودرغلیوکي پوره لاس لری،ولي هغه دکوم چارواکي نوم یادنکړی.
داداري فسادسره دمبارزی اداره وایې،چي دديادي اداري دډیرو هڅونوسره سره بیاهم افغانستان دنړۍدهغوهیوادونو دلیست په سرکي راځي،کوم چي فساداودرغلي پکی شتون لري.
دنړۍ ځیني څارونکو اودنظر وړاګاه کسانوګواښ کړی، اووایې چي دافغانستان په دولتي ادارو کي اداري فساداوددرغليو لړۍ دهیواددپرمختګ ټولي پروژي له خنډسره مخامخ کړي اوددي هیواددسیاسي نظام جوړښت اومشرعیت یې خطرته ورنږدی کړی دي.
داداري فسادسره دمبارزي اداره وایې،چي زیاتره درغلي دافغانستان په دولتی او خصوصي اداروکي منځ ته راځي. دهغه په وینا دشخصي شرکتونو ډیرکسان دولتي ادارو ته رشوت ورکوی او خپلو غیرقانوني کارونه ته لاره هواروی ترڅو رشوت واخلي او قانون ترپښو لاندی کړي.
داداری فسادسره دمبارزي رئیس دتیرولسوکلنو په درشل کي درشوت ،اختلاس او درغلیو هغه ارقام په ګوته کوي،چي يواځي ددوی دپلټني له لاري لاسته راغلي اودکمپیوترپرمخ یې محاسبه ډیره ستونځمنه ښکاري.
دکورنیواودفاع چارووزارتونو کي درشوت اودرغلیو لړۍ په لاندي ډول سره وړاندی کیږي:
۱:دکورنیوچارووزارت دمحافظت په معینت کي دددي وزارت د(۳۹) قلمو دکالیو (البسه)په رانیولوکي(یومیلیارداوپنځه سوه اوشل میلیونه)افغاني اختلاس اودرغلی.
2:دملی دفاع په وزارت کي دالبسه(کالیو) دقراردادپه رانیولوکي (۱۳۲) میلیونه افغانې اختلاس او رشوت.
3:دکورنیوچارووزارت کي دمحافظي عامه معینیت کي ددرملو دقرارداد(۳۵۲) میلیونه افغانې اختلاس اورشوت .
4:دملی دفاع وزارت کي ددووقلموبوټونواو البسي دقراردادله کبله (۲۷)میلیونه ډالر رشوت اودرغلي.
5:دکورنیوچارو وزارت کي دمامورینو لپاره دکیک اوکلچه درانیولو لپاره(۲۸) میلیونه افغاني رشوت او اختلاس.
6:دکورنیوچارووزارت ته د(۶۳) قلمونودظروفو اولوښودرانیولوپه قراردادکي (۶۲۷) میلیونه افغاني درغلي اورشوت.
7:دکورنیوچاروپه وزارت کي (۴۹۲) میلیونه افغاني رشوت او اختلاس دبیلابیلوقراردادونو له امله.
ښاغلي محمدرفیع امیني وایې :یادارقام هغه څه دي، چي ډیره کمه برخه یې زموږ لاسته راغلي ده ،ولي په پراخه پیمانه درغلي اوختلاس تردي څو برابره زیات دي .هغه وایې چي دکورنیواو ملی دفاع وزارت چارواکي یې دقضیۍ دسپینولو لپاره را غوښتي وو، ولي دوی ځواب ته حا ضر نشول. دهغه په وینا دغه دوسیه دایساف اوبهرنیو ادارو ته هم لیږل شویده،ځکه چي په ځینو قراردادونکي بهرنیان هم لاس لري.
داداري فسادسره دمبارزي لوي رئیس عزیرالله لودین پخوا رسنیو ته ویلي وو،چي اداري فساد دومره ډیر شوی ،چي بهرنیان یې هم اوس کنترول نشي کولای. هغه وایې زما په خپله اداره کي هم فساد اودر غلي شته ،چي زه یې نشم کنترولولای.
دیادوني وړده،چي دملګروملتونو یوي اداري مخکي هم دافغانستان داداری فساداو رشوت په هکله یوراپورخپورکړی وو،او افغانستان یې دنړۍدټولو هیوادوپه سرکي ونوماوي. دعزیزالله لودین دراپورله مخي ددرغلیواورشوت په سلګونو دوسيی یې دافغانستان ولویې څارنوالي ته لیږلي دي ،ولي تراوسه پوري ددي دوسیوکوم څرک اودرک نه دي څرګند شوی.

Copyright Larawbar 2007-2024