په کوټه کې په غبرګو ځانمرګي بريدونوکې٩٠تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

رفيع الله مندوخېل | جون 30th, 2013


د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې په غبرګو ځانمرګي بريدونو کې نوي تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. چې زياتره هزاره توکمه شعيه مسلمانان دي.
د کوټې پوليس وايي، د يکشنبې په ماښام د هزاره ټاون په علي اباد سيمه کې په بلخي څلورلاره کې دوه پرله پسې ځانمرګي بريدونه سوي چې په کې د ښځو او ماشومانو په شمول دېرش تنه وژل سوي او تر شپېته زيات ژوبل سوي دي.
په بريدونو کې ژوبل سوي نظامي او دولتي روغتونو ته رسول سوي دي چې د شلو تنو حالت هم مرګونى ښوول سوى دى. له بريدونه وروسته د ملېشه ځواکونو سرتېري او پوليس يادې سيمې ته رسېدلې او د چاودنو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د بريدونو مسووليت سني افراطي ډلې لشکر جنګهوي منلى دى.
د شعيه مسلمانانو اتحاديې عزاداري شورا، شعيه علماء کونسل، هزاره ډيموکراتيک ګوند او مجلس وحدت المسلمين د چاودنې پر ضد وير او د دوشنبې په ورځ په کوټه کې کاربنديز اعلان کړى دى.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په شمول ډېرى سياسي مذهبي ګوندونو د يکشنبې د ورځې په کلکو تو رو غندلې او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.
په ايالت کې له عمومي ټولټاکنو وروسته په هزاره مېشته سيمه کې دا لومړى بريد دى، چې په کې په لسګونه کسانو خپل ژوند له لاس ورکړى دى.
په تېره فپروي مياشت کې هم په ياده سيمه کې په يو ټانکر کې د زر کيلوګرامه چاودېدونکي توکيو د چاودېدو له امله چاودنه سوې وه، چې په کې د وژل سويو شمېر يو نوي او د ټپيانو شمېر تر يوسل نوي هم اووښتى وو.
او د روان کال په جنوري مياشت کې بيا پرعلمدار سړک په غبرګو بمي چاودنو کې د درېو خبريالانو، د خيريه موسسې ايدهي د پنځو تنو کارکونکو، د پوليسو د لوړ پوړي چارواکي او د ملېشه ځواکونو د وياند په شمول يو سل لس تنه وژل سوي او تر دوه نيم سوه پوري ژوبل سوي وو، په وژل سويو کې څلور اتيا هزاره توکمه شعيه مسلمانان وو. د چاودنو مسووليت سني وسله واله ډلې لشکرجنګهوي منلى وو.
د بريدونو په غبرګون کې په زرګونه هزاره ګان له خپلو مړيو سره د احتجاج په توګه لويو لارو ته راووتل او په احتجاج يې لاس پوري کړ. چې له درېو ورځواحتجاج وروسته د دوى غوښتنه ومنل سوه، او د بلوچستان ايالتي حکومت ړنګ او پر ځاى يې ګورنرراج يا والي د ايالت واکمن سو.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024