ماهيپر ته د يوه موټر د لوېدو له امله ٨ کسان وژل سوي

عطاالله محمدي | جولای 1st, 2013


د يکشنبې په ماښام یو مارسډیز موټر چي د کابل څخه لغمان ولايت ته روان وو په ماهيپر کي د موټر چلوونکى د کنټروله وتلى او ماهيپر ته لوېدلى چي پکښي اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
وژل سوي کسان ټول نارينه ول او تېره ورځ سهار د کورنيو غړو ته وسپارل سول.
په دې اړه لراوبر ته د دې ولايت څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د دې پېښي د پخلي ترڅنګ د دې ولايت د والي فضل الله مجددي د غم شريکۍ مراتب هم د يادو کسانو کورنيو ته وړاندي سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024