دبغلان ولایت دبرکهْ ولسوالي امنیه قوماندان ووژل سو

59 | جولای 1st, 2013


پلخمرى:دبغلان ولایت دبرکهْ ولسوالي دامنیه قوماندان سمونیارعزیزالرحمن نن دخپلو څلوروساتونکوسره دیوي بمي چاودني له کبله ووژل شو.
ځايي چارواکودپیښي دتآئیدترڅنګ داپړه پرمخالفووسله والوډلوباندي اچولې ده ،ولي مخالفووسله والو تراوسه پوری په دی اړه څه نه دي ویلي.دبرکهْ ولسوالي دبغلان ولایت دپلخمری څخه د(۸۵)کیلومتروڅخه په واټن لیري سیمي کي پرته ولسوالي ده اودتخارولایت داشکمش ولسوالي سره ګډه پوله لري.
دیادولووړده،چي تیره میاشت دبغلان دمرکزی ولسوالې مرستیال جمع ګل هم دیوي بمي چاودني له امله دمخالفونو لخواه وژل شوی وو.

Copyright Larawbar 2007-2024